پاکستان کې په قرضونو زيات سود به کاروبارونه کمزوري کړي

د پاکستان مرکزي بینک په هېواد کې د گرانۍ راکمولو او د روپۍ مخ په غورځېدونکي ارزښت باندې د قابو موندلو لپاره په قرضونو د سود شرح اوچته کړې.

د پاکستان سټیټ بینک په قرضونو د سود شرح ۱۲.۲۵ ته رسولی چې د نن نه به عملي شي. په تیرو اتوو کلونو کې دا د سود تر ټولو اوچته کچه ده.

د سود د نوي نرخ اعلان د پاکستان سټیټ بینک د نړیوالې مالیالتي ادارې ايي ایم ایف نه د تازه قرضونو اخستلو پس کړی.

د پاکستان د خزانې پخواني وزير ډاکټر سلمان شاه وي او ای ډیوه ته ويلي، مرکزي بینک د سود شرح د توقع نه زیاته سوا کړې خو د دغې ګام به په اقتصاد مثبت اثر هم وشي. نوموړی وايي په پاکستان کې د گرانۍ شرح ۷.۵ نه اوړېدلې چې یو چیلنج دی.

پاکستاني مطبوعات وايي د پاکستان په سرکاري بینک کې د روپۍ د ارزښت د بایللو په وجه سخت فشار دی او د سود د سېوا کولو پرته ورسره بله کومه لاره نشته.

د سود شرح لوړول به په اقتصاد څه اثر وغورځوي؟

د پاکستان یو کاروباري تن او د حبیب رفيع گروپ مشر شاهد رفيع وي او ای ډیوه ته ويلي دي د سود دلوړې شرحې له وجې به په قرضونو اخستلو کې کمی راشي. د ښاغلي په خیال چې نوي کاروبارونه، نه خلاصیږي دا به په اقتصاد منفي اغیز کوي.

یو اقتصادي کارپوه خرم شهزاد وايي حکومت باید په خپلو اقتصادي تگ لارو کې بدلون راولي، د هغه په خیال حکومت په خپله پورونه اخلي او په خپله به زیات سود ورکوي. خرم وايي د سود د نوي نرخ ورستو به د شخصي ادارو په کاروبارونو کې مشکلات سوا کیږي.

سټېټ بینک په خپله تازه اعلامیه کې دا هم وايي چې د تېر کال په نسبت سږ کال د کرنټ اکاونټ خساره ۲۹ فیصده کمه شوې ده. د کرنټ اکاونټ خساره د تجارت هغه حساب وي چې پکې د یو هیواد برامداتو او خدماتو نه ترلاسه کیدونکی امدن د دغه هیواد د درامداتو نه ترلاسه کیدونکي امدن نه کم وي.

د سود سوا کیدلو په اولس اثر

څېړونکي وايي د سود دکچې سوا کیدلو نیغ په نیغه اثر به په اولس، کرونده گرو او کارخانه دارو وي.

د سود کچې ختلو سره به کرونده گرو او کارخانه دارو ته په گرانه بیعه پورونه ورکول کیږي. د بجلۍ، گیس، اوبو بلونه به سوا کیږي، خوراکي سامانونه به گرانیږي او د تیلو نرخونه به نور هم سوا کیږي چې تاو به یې نیغ په نیغه اولس ته رسي.

رپورټونه دا هم وايي چې د سود کچه به په راتلونکې وختونو کې نوره هم خېژي.

د سټېټ بینک د نوې تگ لارې اثر د ونډو په بازار سمدټکه شوی دی. د پاکستان د ونډو بازار چې د تېرې اوونۍ راهسې مخ په ټيټه روان وو، د کاروباري اوونۍ په لمړۍ ورځ نزدې اته سوه پواينټونه يا 14 فيصده نور راغورځېدلی دی.

د ونډو د بازار دې ټيټې کچې د تېرو درېو کالو ريکارډ مات کړی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي څو پورې چې د پانگه والو اعتماد نه وي په ځای شوی د ونډو بازار به د گډوډي ښکار وي.

د پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې ته د عارف حبيب لېمټډ د څيړني ډايريکټر سميع الله طارق ويلي دي:"د روپۍ د پرله پسې د قدر کمېدو سره په مارکيټ کې د کاروباريانو او پانگه والو اعتماد مات شوی، اثاثې راکمې شوي او ورځ تر بله نورې په ښکته روانې دي بايد چې دا په ځای ودريږي".

د حکومت مخالفه گوندونو وايي د ايي اېم اېف سره چې حکومت د قرضې دپاره په کومو شرطونو لوظنامه کړې هغه دې ښکاره کړی شي.

مخالفه گوندونو تور لګولی چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ناکامه شوی دی او د وړوکي اختر وروسته به دوي د حکومت پرضد مېدان ته راووځي او احتجاج به پېلوي.