پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف جوړو شوو پوځي عدالتونو آیني موده نن سر ته ورسیدله

پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف جوړې شوې قامي امنیتي پلان لاندې په ترهګرۍ تورن تنانو باندې مقدمو چلولو لپاره پرځای کړل شوو پوځي عدالتونو آییني موده نن سر ته رسیدلې.

د پاکستان تحریک انصاف مرکزي حکومت د پارلیمان د لارې د پوځي عدالتونو موده د دوه نورو کلونو لپاره غځولو په سر د اپوزیشن ګوندونو مرسته ترلاسه کولو کوشش کوي خو تراوسه اییني ترمیم کولو لپاره په پارلیمان کې پکار درې کې دوه برخې اکثریت ترلاسه کولو کې د ناکامۍ سره مخ شوی.

د پېښور آرمې پبلک سکول خونړۍ پېښې وروسته د پاکستان د هغه وخت حکومت د ترهګرې پر ضد د قامي امنیتي تګلارې لاندې پوځې عدالتونه جوړ کړي وو.

د پاکستان پارلېمان په ٣٠ مارچ، کال ۲۰۱۷ کښې د دغه عدالتونو موده د دوه کالو لپاره د غځولو منظورې ورکړې وه. دغه موده د مارچ په ۳۰ نېټه سر ته رسیدلې.

پاکستان کې یو شمېر سیاسي ګوندونه او د بشري حقونوفعالین د پوځي عدالتونو په جوړولو باندې نیوکې کوي او دا د ملک سویلین عدالتي نظام سره متوازي یو بل عدالتي نظام بلي.

د پاکستان سیاسي مخالف ګوند پیپلز پارټۍ د مسلم لیګ په حکومت کې په مشروطه توګه د پوځي عدالتونو موده د دوه نورو کلونو لپاره غځولو مرسته کړې وه خو دا ځل ددې موده غځولو سخت مخالف کوي. د پیپلز پارټۍ ویاند فرحت الله بابر په ټویټر باندې ویلي د مارچ ۳۱تمه نېټه د پوځي عدالتونو آخري ورځ ده. نوموړي ویلي دوي د وکیل، اپیل او دلیل د حق بغیر په پټه تیاره کې متوازي عدالتي نظام نه مني کوم چې په زور د خلکو بې درکو ته لاره هواروي.

د تحریک انصاف مرکزي حکومت د مارچ په ۲۸ تمه نېټه د پارلیماني مشرانو او د سیاسي ګوندونو د مشرانو یو غونډې رابللو پلان جوړ کړی وو خو په ملک کې د سیاسي تاو تریخوالي له کبله د غونډې نه د سیاسي مخالف ګوندونو مشرانو د بایکاټ فیصلې وروستو حکومت دغه غونډه ځنډولې وه.

ددې وړاندې د پاکستان داخله چارو وزیر پروېز خټک قامي اسمبلۍ ته ویلي وو چې په شمالي وزیرستان کې د تندلارو خلاف پوځي عملیاتو شروع کولو راهسې داخله وزارت پوځي عدالتونوته د ترهګرۍ ۷۱۷ مقدمې وړاندې کړي چې پکې ۴۷۸ مقدمې فیصله شوي او ۱۸۵ مقدمې به د مارچ ۳۰تمې نېټې یعنې د د پوځي عدالتونو آخرې نېټې پورې فیصله شي. باندې تراوسه پورې فیصلې نه دې شوي. د داخله وزارت د شمېرې ترمخه پوځي عدالتونو ۲۸۴ تندلارو ته د پهانسۍ سزاګانې اورولي چې پکې ۵۶ تندلاري تراوسه پورې تېزندي کړی شوي. د شمېرې ترمخه په تورن تنانو کې دوه خوشې کړی شوي او د تیکنیکي وجوهاتو له کبله د ۵۴ تنانو خلاف مقدمې ختمې کړی شوي.