د عمران خان تر شا څوک او د مولانا فضل الرحمان تر شا څوک ولاړ دي؟

که څه هم په پارلیمان کې د عددي اکثریت او د پوځ د ښکاره ملاتړ سره د عمران خان حکومت مظبوط ښکاري خو د حکومت مخالفو اوحکومتي مشرانو یو بل ته تُندو او اټلو گواښونه د څېړونکو په خیال په هېواد کې د څو ورځو راهسې روانه سیاسي بې قراري نوره سوا کړېده.

نن په یوخبري کانفرنس کې د نهو مخالفو ډلو د تگ لارې رهبرکمیټۍ د مولانا فضل الرحمان د وزيراعظم عمران خان نه د استعفا غوښتنه تائد او تکرار کړه.

خبري غونډې ته د جمعیت علما اسلام گوند یو مهم مشر اکرم خان دراني اوویل چې د مخالفو ډلو مقصدونه واضحه دي:

"وزيرا عظم دې استعفا ورکړي، بیا دې انتخابات اوشي، او پوځ دې بې طرفه شي"

هغه اوویل په دې غوښتنو د حکومت مخالفه نهه گوندونه یو دي او تر څو دا غوښتنې منل شوي نه وي احتجاج به روان وي.

هغه اوویل په ائنده کې دا هم کیدی شي چې د صوباي او قامي اسمبلۍ د څوکو نه استعفاگاني ورکړي شي او مرکزي سړکونه او بازارونه وتړي.

د حکومت دریځ

د پاکستان تحریک انصاف حکومت د مخالفو ډلو دغه غوښتنې رد کړي او په سکوټو ټکو کې یې بیرته مخالفو ډلو ته گواښ کړی دی چې که چا په حکومت د قبضې کوښښ وکړو نو حکومتي ادارې به یې نندارې ته نه کیني.

په سرښار اسلام اباد کې د حکومت د یو شمیر وزيرانو سره گډ خبري کانفرنس ته د هیواد د دفاع وزير پرویز خټک اوویل چې وزيراعظم عمران خان استعفا نه ورکوي.

هغه اوویل حکومت د مخالفو ډلو د رهبر کمیټۍ گواښونه نه مني او دا چې د هیواد په ادارو تنقيد د زغملو وړ نه دی.

د څیړونکو په خیال د ادارو نه مطلب پوځ دی.

پرویز خټک په مخالفو ډلو تور پورې کړو چې دوي سره ویره ده چې که حکومت د اولس خدمت وکړو نو بیا به د دوي سیاست ختم شي.

وي او ای ډیوه چې کله د حکومتي غړي انجينیر عثمان خان ترکۍ نه پوښتنه وکړه چې حکومت کومې داسې منصوبې لري چې د مخالفو ډلو سره یې د خپل سیاست دختمیدلو فکر جوړ کړی دی نو هغه اوویل

حکومت د کشمیر مسله نړۍ ته وښودله، چين په پاکستان کې سرمایه کاري کوي او په مسقبل کې ترکي او سعودي عرب هم د انرجۍ په میدان کې د سرمایه کارۍ منصوبې لري.

ایاد مخالفو ډلو احتجاج د حکومت لپاره چیلنج جوړولی شي؟

ایاد مخالفو ډلو احتجاج د حکومت لپاره چیلنج جوړولی شي ؟ په دې سوال د پاکستاني څیړونکو رای وېشل شوي دي. په پېښور کې میشت خبریال اسماعيل خان وايي د رهبر کمیټۍ د تازه خبري کانفرنس لهجه داسې وه چې گني مخالفه ډلې "فېس سیونگ" یعني بهانې لټوي. د هغه په خیال د مسلم لیگ نون او پیپلز گوند مشران د مولانا سره د اخري حده پورې نه تلل غواړي.

تېره ورځ د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن گواښ کړی وو چې وزیراعظم عمران خان دې په دوه ورځو کې پخپله استعفی ورکړي گني د اولس سمندر د دې توان لري چې وزیراعظم هاوس ته ور ننوځي او پخپله یې ونیسي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې دخالي په ورځ لیکلي وو چې په ازادي مارچ کې شاملو د دوؤ سترو گوندونو مسلم ليگ نواز اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ مشرانو پرېکړه کړې چې هغوئ به په اسلام اباد کې د پرلت کونکوانډیوالي نه کوي.

ډاڼ ورځپاڼې د مسلم ليگ نواز ډلې دیو مشر احسن اقبال اؤ دپیپلز گوند دپخواني سینیټر فرحت الله بابر له خولې لیکلي چې دهغوئ گوندونه یوازې دیوې ورځې جلسه کې مولانا فضل الرحمان سره برخه اخستې اؤ د حکومت په ضد دپرلت ماتونې برخه به نه جوړیږي.

د اسماعيل خان په پرتله په اسلام اباد کې د شخصي ټيلي وژن جیو د خپرونې کوربه سليم خان صافي واي د حکومت په ایوانونو کې د ازداي مارچ په وجه ستره ویره لیدل کیږي. د ښاغلي صافي په رنگه یو شمیر نور هم داسې فکر کوي چې حکومت د مخالفو ډلو په چال کې ښه جوخت ښکیل شوی دی.

خو ځيني څیړونکي بیا دا هم دليل وايي چې تر څو د پاکستان پوځ د حکومت سره ولاړ وي د عمران خان ړقول گران دي.

د پوځ دریځ

مولانا فضل الرحمان د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې ازادي مارچ ته په وینا کې د کومې ادارې د نوم اخيستو پرته ويلي وو له ادارو سره جگړه نه غواړي خو خبر دارې یې ورکړی وو چې اداره خپله بې طرفي ثابته کړي.

د فضل الرحمان د دغه وېنا په ځواب کې د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور د مولانا نه سپيناوې غوښتلی وو.

هغه د پاکستان د یو شخصي ټيلي ويژن ای ار وايي سره په خبرو کې ويلي وو:

"اول خبره دا ده او د هغه (مولانا) نه دا پوښتنه ده چې هغه د کومې ادارې خبره کوي، او که هغه د پوځ خبره کوي نو پوځ بې طرفه اداره ده مونږ د ائين او قانون په عملدارۍ یقين ساتو او زمونږ ملاتړ په جمهوري توگه د يو منتخب حکومت سره دی د يو گوند سره نه دی".

هغه وويل:

"که مولانا ته په انتخاباتو کې د روڼتيا شکايت وي او پوځ پکې هسې راکاږي نو اوله خبره دا ده چې پوځ په انتخاباتو کې خپله ائيني او قانوني زمه واري پوره کړې ده خو که هغه بيا هم اعتراض لري نو اړونده ادارو پله دې لاړ شي، نه چې په سړکونو په ادارو تورونه ولگوي"

د پاکستان د دفاع وزير پرویز خټک نن اوویل چې پوځ ښکاره کړې چې د جمهوري حکومت سره ولاړ دی.

د څیړونکو تر مخه که څه هم د اولس زور ډېر مظبوط حکومتونه ړنگولی شي خو د پاکستان سیاسي تاریخ ښايي تر څو چې د هیواد طاقتور پوځ د چا په شا ولاړ وي ړقول یې ډېر گران وي.