د لارو تړل به د اپوزيشن د "ازادۍ مارچ" مخه ونيسي؟

يو خوا د مولانا فضل الرحمان گوند شپه او ورځ په دې هلو ځلو کې لگيا دی چې ډېر نه ډېر خلک د ازادۍ مارچ برخه کړي خو د بلې خوا د عمران خان حکومت هم لاس په لاس اچولی نه دی ناست بلکې د مارچ د ناکامه کولو پوره پوره تيارۍ نيسي.

که هر څو هم د ازادۍ مارچ ته لا ١٠ ورځې پاتې دي خو د دواړو خواو مشران او کارکنان تاوده بيانونه ورکوي او د وړاندې نه د خپلې کاميابۍ دعوې کوي.

د حکومت که تر دې دمه دا تمه وه چې د مولانا فضل الرحمان سره به خبرې اترې وکړي او څه جوړ جاړی به وشي خو د اپوزيشن د خبرو اترو د چوټ انکار په ترڅ کې حکومت د اسلام اباد د ساتلو او په درې صوبو کې د لارو تړلو په عمل گوتې پورې کړي او د خبرونو له مخه درنې درنې کنټېنرې په سړکونو د غورځولو کار يې پيل کړی دی.

ځينې څېړونکي وايي د سړکونو تړل به د مولانا فضل الرحمان د ازادۍ مارچ که منع نه کړی شي خو د گډون والو په شمار به تر ډېره حده اغېزې ولري خو ځينې د دې سره متفق نه دي او گڼی چې د مولانا مارچ به کامياب وي.

د ازادۍ مارچ د پاره د روانو تياريانو په اړه د جميعت علما اسلام د ايگزيگيټيو کميټۍ غړي حاجي غلام علي د ډيوه سره په خبرو کې ويلي اېسټيبلېشمېنټ او عدليه دې د گوند په درخواستونو غور وکړي او حکومت دې منع کړي. هغه زياته کړه که چرې د ازادۍ مارچ ته د اسلام اباد د تلو اجازه نه ورکول کيږي نو د ملک په ټولو غټو ښارونو کې به احتجاجي مظاهرې پيل کړي.

د عمران خان د اطلاعاتو خصوصي مشاوره فردوس عاشسق اعوان په سيالکوټ کې ميډيا ته ويلي حکومت به يې يوې ډلې ته هم اجازه ورنکړي چې اولس يرغمل کړي. اغلې اعوان زياته کړه چې د اولس حق د اپوزيشن د احتجاج نه مقدم دی.

د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان تېره اونۍ ميډيا ته ويلي که چرې مولانا فضل الرحمان ونيول شو نو د ازادۍ مارچ مشري به پخپله کوي. په خپل يو ټويټ کې اسفنديار ولي ليکلي سېلېکډېډ حکمران خپله څوکۍ په خطر کې ویني نو په غير جمهوري لارو روان شوی دی.

ښاغلي اسفنديار وايي چې کپتان کور ته لېږل د ټولو اوپوزيشن گوندونو گډه پرېکړه ده او د حکومت لخوا د پښتونخوا او پنجاب په پوله کينټېنرې غورځول د امريت گامونه دي.

د عمران خان د حکومت لخوا د اپوزيشن گوندونو سره د خبرو اترو په اړه د ملسم ليگ نون جنرل سيکټري احسن اقبال وايي وزير اعظم به کنځلې کوي او وزيران به يې خبرې اترې غواړي چې دا ناشونې ده. ښاغلي اقبال ويلي د خبرو اترو وړاندې دې عمران خان د کال ٢٠١۴م په پرلت د اولس او نواز شريف نه بخښنه وغواړي.

د اتوار په ورځ مولانا فضل الرحمان په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي نااهله حکومت د خبرو اترو د پاره کميټي جوړه کړې چې په پرېس کانفرنس کې يې اپوزيشن ته د خبرو اترو خبره کمه او دړکې ډېرې وې. هغه زياته کړه د دوی سره هيڅ خبرې نه شي کېدلی.

مولانا فضل الرحمان د حکومت نه غوښتلي چې ژر تر ژره دې استعفا ورکړي او د ټگۍ ټورۍ نه پاک نوي انتخابونه دې وشي چې د پوځ د هر قسم مداخلت نه پاک وي.

په کال ٢٠١۴م کې عمران خان د هغه وخت د نواز شريف د حکومت خلاف ١٢٠ ورځې پرلت وهلی و چې د نواز شريف استعفا يې غوښتله. خو دغه پرلت د نواز شريف په استعفا نه بلکې د پېښور د ارمي پبلک سکول د ماشومانو او استازانو د وژلو وروسته ختم کړی شو.

د هغه وخت د مسلم ليگ د پنجاب حکومت او يا بيا مرکزي حکومت د عمران خان د پرلت خلاف هيڅ اقدام نه و کړی ځکه هم څېړونکي او هم د اپوزيشن گوندونه په عمران خان نيوکې کوي چې ولې اولس ته د جمهوري حق د اظهار حق نه ورکول کيږي.