د عمران خان "صادق او امين" ممبران په څو خرڅ شول؟

پخواني کرکټر او په پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحریک انصاف مشر عمران خان په تېرو دوه لسیزو کې تر ټولو ستره چغه په پاکستاني سیاست کې د بې ایمانیو ختمولو په ضد پورته کړې ده. هغه تل په خپلو تقريرونو، مرکو او ليکونو کې تور پورې کړی دی چې د پاکستان په سیاست کې بې کچه بې ایماني ده. دهغه په خیال په پېسو ووټونه خرڅول کیږي او کامیابه ممبران بیا د حکومت خزانه په بډه وهي. هغه تل د ایماندارۍ د سیاست دعوا کړېده.

خو وس دنور پاکستان په شمول په پښتونخوا صوبه کې د یاد گوند د صوبايي اسمبلیو په غړیو تور دی چې د سېنیټ په انتخاباتو کې یې خپل ووټونه په څلور څلور کروړه روپیو خر څ کړل او دا تور په خپله ښاغلی خان پورې کوي.

هغه تېره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل "هر یو غړي ته د څلورو کروړو وړاندیز شوې وو او د هغه ملگري هم خرڅ شول"

د عمران خان د گوند د منتخب غړیو په پېسو د ووټونو ورکولو ورستو ځیني خلک تپوس کوي چې د ښاغلي خان تر شلو کلنو پورې د ایماندارۍ تبلیغ یوه سیاسي ټگي وه ؟ او که د هغه د گوند منتخب غړي د خپل مشر ښاغلي عمران خان سره دوه مخي توب کوي؟

د خېبر پښتونخوا صوبې څخه د عمران خان د گوند نوې سېنټرې جوړې شوې میرمن مهر تاج روغاني ددغه تپوس په ځواب کې ويلي دي عمران خان په خپله ایمانداره سیاست دان دی. هغې د سېنټرې جوړیدلو ورستو وي او ډیوه ته په یوه ځانگړی مرکه کې وویل:

" که چا ووټ خرڅ کړی دی نو دا دعمران خان غلطي نه ده او ددې پلټنې به کیږي" مېرمن تاج وویل د هغې مشر په خپل سیاست کې ناکامه شوې نه دی.

د پاکستان په سیاست کې د ووټ خرڅول څه ناشونې خبره نه ده خو سږ کال په پاکستاني نشریاتو د ووټ د حرمت د رسوا کولو بحثونه په داسې حال کې روان دي چې د هېواد ستر عدالت د هېواد وزیراعظم نواز شريف د خپلو شتمنیو پټولو په تور کې دروغجن بللی او د وزیراعظم د منصب او د گوند د مشرۍ نه یې لرې کړی دی.

په پاکستان کې که څوک د اسمبلیو لپاره په انتخاباتو کې برخه اخلي نو د اين مطابق هغه ضمانت ورکوي چې رېښتونې او ایماندار یعني صادق او امين به وي.

اوس ځيني پاکستاني څیړونکي په ټيلي وژن چینلو دا هم څیړنې کوي چې ستر عدالت به د عمران خان د پي ټي ايي د ووټ خرڅونکي ممبرانو په ضد هم د دروغجنۍ، بې ایمانۍ د پلټنو امر ورکړي ؟ او که د ایماندارۍ او بې ایمانۍ د سندونو ورکولو "عدالتي پروژه" د نواز شریف دگوښه کولو سره سر ته ورسیدله ؟