په لبنان او د شام په ځینو برخو کې د سلګونو په شمېره کې د مواصلاتو په لاسي الاتو یا پېجرو کې د نهې، سه شنبې، په ورځ قریباً په یو وخت چاودنې وشوې چې له امله يې د حزب الله د وسله والو او د یوې ماشومې په شمول لږ تر لږه اته کسان ووژل شوو. په چاودنو کې د ایران سفیر هم زخمي شوی دی.
چارواکو په چاودنو کې د ککړتیا شک په اسرایل وکړو. چاودنو د ۲۷۰۰ نه زیات کسان زخمیان کړي هم دي. د اسرایل پوځ په دې اړه د څه وېلو نه انکار وکړو.
د حزب الله یو چارواکي اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل د ډلې په استعمال کې د مواصلاتي رابطې دپاره نوي لاسي پېجرې اول تودې شوې او بیا وچاوېدې. د چارواکي په قوله د حزب الله دوه وسله وال ووژل شوو او ځېني نور زخیمان شول. د لبنان د صحت وزیر فراس ابیاض وویل په چاودنو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي و ۲۷۵۰ نور زخمیان شوي دي. د زخمیانو څخه ۲۰۰ سخت ژوبل بلل کېږي.
د ایران سرکاري خبري ادارې ایرنا وویل ایراني سفیر مجتبا اماني د پېجر په چاودنه کې معمولي زخمی شوی دی او په هسپتال کې يې علاج کېږي.
د بېروت د جنوبي مضافاتو څخه په سوشل میډیا خپاره کړی شویو تصویرانو او وډیوز کې ليدل کېږي چې ځینې خلک په لارو کوڅو کې پراته دې، په لاسونو او یا د جېبونو سره نږدې يې زخمونه دي.
د حزب الله مشر مخکې وسله والو ته خبرداری ورکړی و چې موبایل ټېلې فونونه دې نه ګرځوي. هغه ویلي وو اسرایل د موبایلو په زریعه د ډلې د غړو حرکت څارلې شي او يا د حملو دپاره په هدف کولی شي.
د حزب الله چارواکي چې د نوم د نه څرګندولو په شرط يې ای پي سره خبرې کولې ويې وېل چاودنې د سېکیورټي اپرېشن نتیجه ده او په شا يې اسرایل دی. هغه په دې اړه څه تفصیل وړاندې نه کړو. هغه وویل نوی پېجرې حزب الله استعمالولې لېتیم بېټریانې يې لرلې او داسې ښکاري چې دغه بېټریانې وچاودېدې.
ليتیم بېټرېانې چې زیاتې تودې شي نو لوګی وکړي، ویلي شي او عن دا چې اور هم واخلي. لیتیم بېټریانې د موبايل ټېلې فونونو ترڅنګ په لېټاپ کمپیوټرو او د بجلۍ په موټرو کې استعمالېږي.
په لبنان کې چاودنې په داسې وخت کې شوي چې د لبنان او د اسرایل ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د اسرایلي ځواکونو او د حزب الله والو قریباً هره ورځ جګړې شوې دي. په دې جګړو کې په لبنان کې په سلګونو او په اسرایل کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.
اسرایل د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان وکړو چې د حزب الله حملې وردول د جګړې له امله بې کوره شوي اسرایلیان ستنول او د جنګ هدف دی.
اسرایل په تېرو وختونو کې د موبایل ټېلې فون دلارې د حماس وسله وال وژلي دي او داسې ګڼل کېږي چې په کال ۲۰۱۰ کې اسرایل د انټرنېټ وایرس په زریعه د ایران په اېتمي پروګرام حمله کړې ده.