افغان حکومت: پاکستاني پلاوي د ترهګرو په سپارل شوي نوملړکار پیل کړی

کابل ته د پاکستان ورغلي پلاوي د ترهګرو په هغه سپارل شوي نوملړ باندې کار پیل کړی کوم چې افغان پلاوي په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو ته سپارلی وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، له پاکستان څخه کابل ته ورغلي پلاوي ژمنه کړې چې د وروستیو بریدونو په اړه د ترهګرو ډلو په ورسپارل شوي لیسټ او اسنادو یې په عملي توګه کار پیل کړی او د هغې څېړنه روانه ده.

احمدي وايي :٫٫ هغه لیسټ چې دوي ته سپارل شوی قانع کوونکي اسناد دي او پاکستاني پلاوي دا ومنله چې د دې اسنادو څیړنه یې پیل کړې ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت هم دا هیله لري چې پاکستان په دې اسنادو باندې خپل کار ژر پیل کړي.٬٬

همدارنګه احمدي وویل، په دې ناسته کې دواړو لوریو پر بیلابیلو مسلو لکه له ترهګرۍ سره په مبارزې، په اقتصادي همکاریو، د سولې په بهیر او په خپله خوښه د افغان کډوالو په ستنېدو بحث او خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کابل ته په ورغلي پلاوي د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي تر مشرۍ لاندې پلاوي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیالان پر دې سره صلاح شوي چې د روانې میاشتې په نهمه او لسمه نېټه به په پاکستان کې د کابل په غونډه کې په مطرح شویو مسایلو بحث او خبرې کوي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازي حاجي صالح محمد صالح ډیوه ته وویل: ٫٫ پاکستان مجبوره دی چې د افغانستان غوښتنو ته ځواب وه وايي او په خپل سیاست کې بدلون راولي. دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي. که افغانستان او پاکستان په خپلو کې ستونزې حل نه کړي نو ددې به ډیرې ناوړه اغیزې وې.٬٬

په ولسي جرګه کې د نړیوال کمېټې غړې ارین یون ډیوه ته وویل: ٫٫ که پاکستان په خپل سیاست کې بدلون را نه ولي نو ددغه پاکستاني پلاوي اغیز ته ډیر خوشبینه نه یو. مونږ تل ویلي چې که په پاکستان کې امن وي نو په افغانستان کې امن راځی او که په افغانستان کې امن راشي نو په پاکستان کې به امن راځي. له همدې امله پاکستان باید په خپلو تګلارو کې بدلون راولي.٬٬

بلخوا د نړیوالو چارو سیاسي څیړونکی یوسف امین ځاځی وايي: ٫٫ کابل ته دپاکستان دپلاوي سفر په دې هدف ترسره شوی چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په غبرګون کې پر پاکستان د سیمې او نړۍ فشار زیات شوی او اسلام اباد هڅه کوي چې له دې فشارونو ځان خوندي وساتي.٬٬

په ورته وخت کې تېره اونۍ ولسمشر اشرف غني پاکستان د طالبانو ستر مرکز بللی و او هغه هیواد ته پکار دي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرضد د قاغذ پرمخ د خبرو پرځای عملي ګام واخلي. پاکستان تل دا تورونه ردوي چې ګواکې ترهګر روزي او د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس لري.