افغان ځواکونو د فراه د انار درې ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې ده

ANSDF ANA ANSF

افغان امنیتي ځواکونو د یوې سختې جګړې په پایله کې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ بیرته له طالبانو څخه نیولې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال دولت وزیري وي او اې ډیوې ته وویل، په دغې جګړه کې د سیمې خلکو هم د افغان امنیتي ځواکونو سره یوځای د طالبانو پرضد جګړه کړېده او طالبانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي وزیري ډیوې ته دا هم وویل چې د سیمې خلکو د جګړې پر مهال اوه وسلوال طالبان وژلي دي چې مړي یې اوس هم د جګړې په ډګر پراته دي.

ددفاع وزارت ویاند وړاندې وویل، په دغې جګړه کې د یادې ولسوالۍ د پولیسو قومندان له اوه تنه پولیسو سره وژل شوی او ۶ تنه نور پولیس ژوبل شویدي خو د ملي پوځ سرتیرو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ښاغلي وزیري زیاته کړه، طالبانو یواځې د ولسوالۍ یوه برخه نیولې وه او له پېښې وروسته د ظفر قول اردو ځواکونه په چټکۍ سره سیمې ته رسېدلي او طالبان یې د خپلو ځمکنو او هوايي بریدونو له لیارې سخت ځپلي دي.

له بلې قاري یوسف احمدي چې ځان د وسلوالو طالبانو ویاند بولي رسنیو ته ادعا کړې چې په دغې جګړه کې یې ۱۵ افغان امنیتي سرتیري وژلي او یاده ولسوالۍ یې نیولې ده.