حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا ورکړه

انځور په اسلام اباد کې د حکمت خلیل کرزي د سفر پرمهال اخېستل شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ښاغلي کرزي له دندې څخه د خپلې استعفا خبر د شورو یا چهارشنبې په ورځ په خپلې ټوېټر پاڼې باندې خپور کړی.

"نن سهار مې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال له څوکۍ څخه خپله استعفا د ملي یوالي د حکومت مشرانو ته واستوله. په دې هیله چې الله پاک ماته دا توان راکړي چې د افغانستان خدمت ته دوام ورکړم. "

حکمت خلیل کرزي په خپل استعفا لیک کې د خپلې استعفا د دلیل په اړه لیکلي دي.

"د ملي یوالي په حکومت کې د نظرونو ژور توپیر راته د خدمت زمینه لا ډېره محدوده کړېده. "

هغه وړاندې لیکلي، په دې حکومت خپل دوامداره شتون د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو څخه ددفاع په برخه کې اغیز من نه ګڼم او باور لرم چې په داسې حالت کې به د خپل ولس ترڅنګ زما شتون ډېر اغیزمن او ګټور وي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په دې اړه په ټوېټر باندې لیکلي دي:

"حکمت خلیل کرزي په ټولو سیمیزو او نړیوالو غونډو کې په پوره هوښیارتیا، ژمنتیا او ځانګړې سیاسي پوهې د افغانستان غوره استازیتوب وکړ او د هېواد له ملي ګټو څخه یې په سختو حالاتو کې دفاع وکړه. د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه د هغه خدمت به هر وخت د خلکو په یاد وي."

حکمت خلیل کرزی د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یو غښتلی ځوان ډپلوماټ وو چې ډېر پرې حساب کېده او له همدې امله د افغانستان د ثبات په اړه ګاونډي پاکستان ته د څو مهمو حکومتي پلاوو مشري هم ورپه غاړه وه.