د امریکې فلبرایټ سکالرشپ دپاره منتخب شوي افغان زدکوونکي وايي د سکالرشپ اینده یې نه ده معلوم

تصویر - فایل

د افغانستان اوسیدونکې ۲۳ کلنه مریم جامې وايي په امریکا کې د لوړو زدکړو یوازینۍ هیله یې د فلبرایټ سکالرشپ و، دې دپاره منتخب شوي وه او مرکه به کېدله خو په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته دا وخت هېڅ معلومات نلري چې د شکالرشب اینده یې څه دی؟

مریم د کال ۲۰۲۲ د فولبرایټ سکالرشپ نیمه منتخه وه او د خپل انټریو په تمه وه چې طالبان کابل ښار ته ننوتل او واکمنه شول.

د افغان زدکوونکو د خبرو په اساس چې وي او ای ډیوه د فلبرایټ دریځ د معلومولو کوښښ وکړو نو ادارې وویل "موږ په افغانستان کې پیښې له نږدې څارو او د فلبرایټ پروګرام راتلونکي ته بیا کتنه کوو. موږ د افغان زده کونکو هیلو ته ژمن یو."

طالبانو متوسطه ښوونځیو او لیسو ته د نجونو په ورتللو بندیز لګولی. دا مهال یوازې هلکان خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د انساني حقونو فغلان وايي په میلیونونو انجونې د زده کړو څخه محرومه پاتې شوي دي.

مریم جامي

مریم جامي وي او اې ډيوه ته وايي: "په ډیسمبر میاشت کې دغه سکالرشپونه اعلان شول او مونږ تر فبرورۍ ورته خپل اسنادونه ولیږل، په اپرېل کې مونږ ته رسمي ايمیل راغئ چې مونږ انتخاب شوي یوو. ټاکل شوې وه چې د جون میاشت کې انټریو سکېجول شي، خو مونږ ته د کابل فولبرایټ څخه اېمیل راغئ چې د کویډ له کبله دغه انټرویوګانې ځنډېدلي او په سپټمبر کې به دغه انټرویو ګانې ترسره شي. خو د سپټمبر له مخه کله چې کابل سقوط شو او طالبانو واک تر لاسه کړ نو له هغه وروسته یې هم مونږ پوښتنه وکړه خو هیڅ کوم رسمي ځواب یې را نه کړ شو."

دغه زده کوونکي وايي‌ ډير اندېښمنه ځکه دي چې په امریکې کې د پوهنتونو ثبت نام یا اندراج د نومبر او ډسمبر میاشتو کې سر ته رسي او دوي نه غواړي چې له دغې پروسې څخه شاته پاته شي.

دغه محصلین د فلبرایټ د سپانسرس یا مرسته کوونکو څخه غواړي چې د دوی ارمانونه او هڅې دې په پام کې ونیسي. دوی وايي د دې سکالرشپ په خاطر دوی له ډيرو نوروفرصتونو څخه هم شاته پاته شوي.

بله ۲۳ کلنه افغانه مېرمنه محبه تمیز چې هم د افغانستان څخه د فلبرایټ سکالرشپ یوه منتخه محصله ده وي او اې ډيوه ته وايي په افغانستان کې د طالبانو راتلو مخکې لا ښځو ته خپل ټول حقونه نه وو تر لاسه خو بیا هم مېرمنو خپله مبارزه کوله او د ښه راتلونکي لپاره یې کار کولو. هغه وايي د خراب امنیت له کبله ۱۲ کاله یې پلار او وروڼو تر ښوونځي په خپله رسوله.

محبه تمیز

هغه وايي: "ایا زما او زما د کورنۍ هغه ۱۲ کلنه خوارۍ چې زه به یې هر سهار د ښوونځي تر دروازې پورې رسولم ابس شوه؟ ایا زما ارمانونه ټول ووژل شوه؟ زه په فولبرایټ سکالرشپ او نورو ادارو چې د تعلیم لپاره کار کوي غږ کوم چې زمونږ هیلې دې نه وژني. مونږ ته دې چانس راکړي چې خپل ځان ثابته کړو چې مونږ د تعلیم سره څومره مینه لرو. او زه باور لرم چې تعلیم یوازینۍ وسله ده چې د افغانستان راتلونکی روښانه کولی شي. "

۲۶ کلن زده کوونکی حسین احمد چې دغه سکالرشپ ته انتخاب شوی او د امریکا په جورجیا ایالت کې د کمپوټر ساینس پوهنځۍ کې د زده کړو تمه لري، وي او اې ډيوه ته وايي:

"مونږ نه پوهیږو چې د افغانستان راتلونکی به څنګه وي خو نه غواړو چې سیاستونه دې پر تعلیم اغېزې وکړي. زه غوښتنه کوم چې اجازه مه ورکوئ چې تعلیم د سیاستونو ښکار شي "

حسین احمد

دغه محصلین وايي د سټېټ ډیپارټمنټ څخه غوښتنه کوي چې د دوي لپاره یو متبادله میکانیزم یا بله لاره وموندي او انټریوګانې یې زر تر زره واخیستل شي چې په پوهنتونونو کې له اندراج څخه پاته نه شي.

د فلبرایټ مسولینو وي او اې ډیوه ته د افغان زده کوونکو د دغې ستونزې په اړه دقیق ځواب نه دی ویلي خو په یو ایمېل کې وايي:

"موږ په افغانستان کې پیښې له نږدې څارو او د فلبرایټ پروګرام راتلونکي ته بیا کتنه کوو. موږ د افغان زده کونکو هیلو ته ژمن یو، او په امریکا کې د زدکړې په برخه کې د نیمه منتخب شوو زده کوونکو د دوامداره هڅو ستاینه کوو. موږ پوهیږو چې دا د افغان زده کونکو او د هغوی کورنیو لپاره د ننګونو څخه ډک وخت دی".

که څه هم د افغانستان څخه د منتخب شوو محصلینو دقیقه شمېره نه ده معلومه خو فولبرایټ هر کال د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ بېلا بېلو هیوادونو زده کوونکو لپاره شاوخوا ۸۰۰۰۰بورسونه برابروي کوم کې چې هغه امریکايي محصلین هم شامل دي‌ چې نورو هېوادونو ته د زدکړې لپاره ځي.

فلبرایټ د افغانستان لپاره یو ډير بریالی سکالرشيپ بلل کیږي ځکه چې ګڼ شمېر ترلاسه کوونکي محصلین یې د خپل تحصیل بشپړه کیدو وروسته په افغانستان کې ان تر د وزیرانو، معینانو او سفیرانو په څوکیو پاته شوي.

محبوبه سراج چې د ښځو د حقونو فعاله ده امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل:

"اول ځل هم کله چې طالبان راغلل نو هغوي‌ دا و نه وییل چې د جینیکو پر مخ به ښوونځۍ بندې وي. هغه وخت هم د دوي بهانې همداسې وې لکه څنګه چې نن دي. صبر وکړئ، مونږ یې جوړو. او ښځو ۶ کاله صبر وکړو خو هیڅ کله دا سم نه شو."

څو ورځې وړاندې، د افغانستان د پارلمان لومړنۍ ښځینه مرستیالې فوزیه کوفي او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن مشرې شهرزاد اکبر د ملګروملتونو د عمومي غونډې ته وویل چې د جونو او ښځو تعلیم په اسلام او افغاني کلتور دواړو کې د هغوی حق دی.

ځینو ښځو د نجونو د متوسطه او لیسې زده کړو د بندیدو په غبرګون کې مظاهرې کړي د یوې مظاهرې په موقع طالب ځواکونوپه هوایي ډزو مظاهره کونکي وشړل.