افغانستان کې په ۲۰۱۷م کال کې ۲۱ خبریالان وژل شوي

د ۲۰۱۶م کال غوندې تېر کال هم افغانستان د خبریالانو لپاره یو خونړی کال وو، چې ۲۱ خبریالان یې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې و وژل شول. د خبریالانو لپاره کارکوونکې ټولنه (نی) وایي، د افغان حکومت ځینې چارواکي هم د خبریالانو په مقدمو کې تورن دي.

په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکې ټولنې (نی) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې په تېر کال کې یې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خبریالانو په ضد د تشدد د پېښو ۱۴۱ مقدمې درج کړې دي.

د دې ټولنې مشر عبدالمجیب خلوتګر وایي، په هېواد کې یې نه یواځې وسلوالې ډلې پر خبریالانو د تشدد په پېښو کې لاس لري، بلکې د حکومت او ریاست چارواکي هم په ډېرو مقدمو کې تورن پېژندل شوي دي. خلوتګر وي. او. اې ته وویل:

"زموږ د ټولنې د نوي رپوټ له مخې پر خبریالانو د تشدد د پېښو په ۶۲ مقدمو کې د أفغان حکومت او سرکار چارواکي لاس لري، په ۴۲ مقدمو کې ترهګرې ډلې تورنې دي، ۲۶ مقدمې د هغو وسلوالو ډلو په خلاف درج دي، چې حکومت ناقانونه اعلان کړې دي او په ۱۱ مقدمو کې د رسنیو د ادارو چلوونکي تورن دي"

خلوتګر وایي په تېر ۲۰۱۷م کال کې د دې تر څنګ چې ۲۱ خبریالان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وژل شوی، ۲۳ نور ټپیان شوي هم دي.

د (نی) ټولنې مشر وایي، د طالبانو، داعش او نورو وسلوالو ډلو په ګډون ځینې ناڅرګند کسان هم پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکیو د تشدد په پېښو کې لاس لري. خلوتګر وایي د افغانستان عدالت پر خبریالانو د تشدد د پېښو د مقدمو پلټنه په ځنډ کوي:

"افغان حکومت نه د خبریالانو د وژنو ذمه وار دی او نه پکې لاس لري او نه یې ذمه وار دی، خو محکمه (عدالت) مو ناغېړي کوي، تر اوسه یې د خبریالانو په ضد د تشدد یواځې ۴۳ مقدمې څېړلې او اورېدنه یې شوې ده"

په وروستیو کلونو کې په أفغانستان کې د ترهګرو ډلو خصوصاً د داعش له خوا پر خبریالانو او د رسنیو پر دفترونو وسلوال بریدونه زیات شوي دي. په تېره نومبر میاشت کې په کابل کې د (شمشاد) په نامه شخصي ټیلیویژن پر دفتر په حمله کې د دفتر یو کارکوونکی و وژل شو او څو نور ټپیان شول. تر هغه وروسته په دیسمبر میاشت کې هم په کابل کې د (افغان وایس) او (تبیان کلتوري مرکز) دفترونو ته څېرمه ځانمرګی برید وشو، چې ګڼ شمېر خبریالان پکې ټپیان شول.

(نی) وایي له ۲۰۰۱م کال راهیسې په أفغانستان کې ۸۵ خبریالان یا د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او تر اوسه په دې هېواد کې پر خبریالانو د تشدد ۱۲۰۴ پېښې ثبت شوې دي.

افغانستان هم د پاکستان او د نړۍ د ځینو نورو هېوادونو غوندې د خبریالانو لپاره له خطره ډک هېواد ګڼل کېږي، خصوصاً په هغو سیمو کې یې د کره او ریښتینو خبرونو ورکول له مرګ سره لوبه ده، چې وسلوالې ډلې پکې فعالې دي.