د افغانستان سوله په وسوسو کې ښکیل ولې ده؟

د تېرو شپږو میاشتو راهسې په پينځوو ملکونو کې د فریقینو تر منځ تر لسو پورې غونډې وشوې، له واشنگټنه تر ماسکو سفرونه وشول، بیانونه او فرمانونه جاري شول خو په افغانستان کې د سولې لپاره خبرې د گمانونو او وسوسو د پړاونو نه لا راونه وتلې.

علتونه یې ډیر کیدی شي خو د افغانستان حکومت ددې خبرو نه بهر پاتېکدل څیړونکو ته د ټولو وسوسو د زیږولو مور ښکاري.

په داسې حال کې چې طالبانو د امریکایانو، روسانو، پاکستانیانو، عربانو، چينیانو او د افغانستان د پخوانيو واکمنو او سیاسي مشرانو سره د لیدو کتو نه کله انکار نه دی کړی نو بیا طالبان ددې خبرو د ټولو اهم فريق افغان حکومت سره لیدل ولې نه غواړي؟

ددې تپوس ځواب طالبان داسې ورکوي چې وسنی حکومت د اولس نماینده نه گڼي او تر څو یو هم خارجي عسکر په افغانستان کې موجود وي سوله نه شي کیدلی.

خو ځيني نړیوالې رسنۍ او څېړونکي د طالبانو د افغان حکومت سره د نه کیناستلو علتونه نور ښايي. داسې دعوې هم کیږي چې امریکا او طالبان په افغانستان کې په یو لنډ مهاله موقتي حکومت جوړولو صلاح شوي دي چې پکې به دطالبانو په گډون ټولو سیاسي گوندونو ته استازیتوب ورکولی شي.

د افغانستان دملي امنیت مشاور حمدالله محب تیره اوونۍ امریکا ته دخپل سفر په مهال تور لگولی وو چې د سولې په خبرو کې افغان حکومت قصداً یوې ډډې ته ساتل شوی دی. هغه ويلي وو چې دافغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمي خلیلزاد غواړي چې پخپله په افغانستان کې اقتدار ته ورسیږي.

په افغانستان کې سولې ته که څه هم په حکومتي او اولسي ډگر ډیره بې تابي لیدل کیږي او خلق خواهشمند دي چې د تیرو اتلسو کالو راهسې روانه جگړه ختمه شي خو افغان حکومت د ښاغلي خلیلزاد د امن په پروسې وخت په وخت ناخوښي څرگنده کړې ده.

افغان حکومت تل په دې خبره ټينگار کړی چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي. صدر اشرف غني د ډېر وخت راهسې په طالبانو د سولې غږ کړی دی. هغه طالبانو ته بیا بیا ويلي دي چې وسله دې کیږدي، د بهرنیو په لاسونو کې لوبیدل دې پریږدي او د افغان ټولنې برخه دې جوړ شي.

د ځيني څیړونکي په خیال دملي امنیت د مشاور حمدالله محب په واشنگټن کې په سخته لحجه کې خبرې د هغه زاتي نظر نه وو بلکې دا دافغان حکومت لخوا یو سیاسي پیغام وو چې که چري د ښاغلي خلیلزاد سره د مذاکراتو په میز د موقتي حکومت انتخاب هم موجود دی نو دوي ته قبول نه دی.

د موقتي حکومت د جوړولو گمانونه شاید ډېر بې ځایه ځکه نه وي چې تېره اونۍ د پاکستان وزیراعظم هم دغې پلو ته اشاره کړې وه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یوه جلسه کې اټکل کړی وو چې په افغانستان کې به ډیر زریو ښه حکومت جوړ شي د ښاغلي خان په اند دا به یو داسې حکومت وي چې د ټولو افغانانو نماېندگي به کوي د افغانستان جگړه به ختمه شي او هلته به سوله راشي

امریکا د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان کردار تل پیاوړی گڼلی دی.

څیړونکي وايي که چري پاکستان هم د موقتي حکومت د جوړولو د کومې ممکنه منصوبې نه خبر کړی شوی دی نو د ښاغلي خلیلزاد سولې په روانه پروسه د افغان حکومت بې قراري بې ځایه نه ده. ښاغلي خلیلزاد او نه بل کوم فريق تر اوسه د موقتي حکومت د جوړولو په حقله څه نه دي ويلي.