افغان کډوال: حکومت دې راسره په شمالي وزیرستان کې د شتمنیو په پوښتنه کې مرسته وکړي

د ضرب عضب عملیاتو وروسته د میران شاه بازار یو تصویر. پوځ وايي د میران بازار یې بیا رغولی دی خو ځايي تاجران وايي د لکونو روپو سامانونه یې تباه شوې دي

له شمالي وزیرستان څخه دافغانستان سویلي خوست ولایت ته ستانه شوي افغان کډوالو ویلي افغان حکومت دې ورسره په شمالي وزیرستان کې د دوی د جایدادونو حال معلومولو کې مرسته وکړي او که چیرې افغان حکومت یې ستونزه نه هواروي نو د غلام خان لاره به وتړي.

دا کډوال چې د افغانستان دبیلابیلو ولایتونو اوسیدونکي دي او نږدې۳۰ کلونه یې په شمالي وزیرستان کې د کډوالۍ ژوند کړی له افغان حکومت څخه دلاس امداد غوښتنه کوي.

د دې کډوالوشمیر نږدې۴۰۰ کورنیو ته رسیږي چې دبغلان ، کندز، پکتیا اوپکتیکا ولایتونو اوسیونکي دي او ۵ کاله وړاندې خوست ولایت ته ستانه شوي دي.

حیدرخان امریکا غږ ډیوې ته وویل دوی د نا امنیو له مله خپلو ولایتونو ته نه شي تللی او نه هم په شمالي وزیرستان کې د خپلوشتمنیو پوښتنه کولی شي.

نوموړي وویل د شمالي وزیرستان په مچکه کیمپ، دتاخیل، شنه خوړه ،خټې کلي کې یې ۳۰ کاله د کډوالی ژوند کړی خو پنځه کاله مخکې په شمالي وزیرستان کې د "ضرب عضب" علمیاتو د پېل کېدو وروسته خوست ولایت ته ستانه شوې دي. په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځ د وسله والو خلاف د "ضرب عضب" نومې عملیات په کال ٢٠١۴ کې پېل کړي وو.

له شمالي وزیرستان څخه دافغانستان ستانه شویو کډوالواتحادې مشرجنت ګل ډیوې ته وویل دپوځي عملیاتو پرمهال دپاکستان پوځ افغان کډوالو ته ویلي و چې ۱۵ ورځې وروسته دخپلو شتمنیو پوښتنه وکړی خواوس چې ۵ کاله تیرشول له خپلو جایداونوڅخه د حال احوال اخستواجازه نه ورکول کیږي.

جنت گل وویل په شمالي وزیرستان کې یې پاخه کورونه، دوکانونه، مارکټیونه او سوداگانې یې لرل او هلته یې ۳۰ کاله ژوند کړی. "مونږ وزیرستاني اوقبایل شاهدان لرو چې زمونږ هلته ډک دوکانونه پاتې شوي دي دپاکستان سرحدي ملیشوته مو دجایدادونولیست ورکړی خوپته یې ونه لګیده اومونږ دواڼه، غلان خان اوبنودلارې نه شو تللی ."

د کډوالود ټولنې دې مشر ګواښ وکړ که افغان حکومت یې دستونزو دهواریدو لپاره اقدامات ونه کړي دوی به دغلام خان لار دهرډول تګ راتګ پروړاندې وتړي.

نوموړي وویل "مونږ دخپلو حقونو غوښتنه کوو دافغانستان حکومت دې مونږمهاجرینوته دپاکستان له حکومت، پوځ اودوزیرستان له خلکو سره دخبرو کولو لپاره زمینه برابره کړي ترڅومونږ له هغوی څخه خپلوحقونوغوښتنه وکړمونږ یوه توروړه اوړه نه غواړو زمونږد ۳۰ کالو جای دادونه دې راکړل شې."

خوست ولایت د والي ویاند طالب منګل وايي په شمالي وزیرستان کې دافغانستان کډوالوته د رسیدلوځیانونویولیست چې دا مهال هغوی خوست ولایت ته راستانه شوي ترتیب کړی او هغه یې له مرکزي ادارې سره شریک کړی دی.

منګل وویل "دکډوالود ملکیتونواود خسارې یولیست په دقیقه توګه ترتیب شوی او کډوالو چارو وزارت ته په مکتوبي شکل استول شوی ترڅو وزارت په دې اړه باقي اجرات ترسره کړي او د دې خلکو ستونزو ته رسیدنه وشي."

په ۲۰۱۴ م کال کې دپاکستان لخوا ترهګرۍ ضدعملیاتو کې نه یوازې په شمالي وزیرستان کې میشت افغان کډوال بې ځایه شوي بلکې دشمالي وزیرستان سلګونه ځايي اوسیدونکي هم دامهال کرښې ته نږدې دافغانستان په خاوره کې د کډوالۍ ژوند کوي.