د کډوالو افغان وزارت: له پاکستان څخه به سږ کال اووه لکه کډوال هیواد ته راستانه شي

د افغانستان سر ښار کابل سره نژدې د کډوالو یو عارضي کیمپ

د افغانستان د کډوالو او هېواد ته د ستنیدونکو کډوالو د چارو وزات ویلي په یوه داسې پلان باندې کار کوي ترڅو د یوې منظمې پروسې له لارې د افغان کډوالو راتګ ته زمینه برابره شي.

د کډوالو اوراستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخیل له ډیوې سره په خبرو کې وویل د مارچ له لومړۍ نیټې څخه له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو دستېندو لړۍ پیل شوې ده.

نوموړي وویل ښايي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له پاکستان څخه اووه لکه افغان کډوال هیواد ته راستانه شي او افغان حکومت هم ورته امادګي نیولې ده.

مطبوعاتي سلاکار وویل: "د کډوالواوراستنېدونکو چارو وزارت وړاندویینه کوي چې په ۲۰۱۸ کال کې به شاوخوا ۷ سوه زره تنه افغان کډوال هیواد ته راستانه شي او افغان حکومت یو پلان جوړ کړی که چیري د همدې پلان له مخې په یو کال کې شاوخوا ۷ لکه کډوال له پاکستان څخه هیواد ته ستنیږي ، له دوی سره بشري مرستې ، په انکشافي برخو کې کډوالو ته د کار موندنې ،روغتیايي خدامات ، سرپناه اویولړنورانکشافي پروګرامونه ورته په پام کې نیول شوي دي."

میا خیل وویل د جوړ شوي پلان د پلي کیدو لپاره ۵۰۰ ملیونو ډالرو ته اړیتا ده او افغان حکومت هم نه شي کولی چې دغه ټول لګښت ورکړي او نړیوالې ادارې دې له افغان حکومت سره دهمدې پلان په پلي کیدو کې مرستې وکړي ترڅو د کډوالو راتګ ته زمینه برابره شي.

دپاکستان کابینې په پریکړ کې افغان کډوالو ته له پاکستان څخه د وتلو لپاره د ۲۰۱۸ میلادي کال دجنوری میاشت مهلت ورکړ او وروسته بیا د اوسیدو موده د دوه میاشتې د فبروری اود مارچ میاشتې وروستی نیټې پورې وغځیده.

خود کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار وویل افغان حکومت هیله مند دی چې له اپریل میاشتې وروسته هم د کډوالو دپاتې کیدو موده وغځول شي او دپاکستان هم حکومت په دې وروستیو کې په زورد کډوالو د نه ایستلو پریکړه وکړ.

نوموړی وویل: "د پاکستان له حکومت سره چې کومې خبرې مونږ کړي زمونږ برداشت دا دی چې له اپریل میاشتې وروسته به کډوال په زور نه ویستل کیږي او د پاکستان دسیفران وزیرهم په همدې اړه علان وکړاو ویلي و چې د کډوالو ستنېدل به د کډوالو په خوښه ترسره کیږي اومونږ هڅه کوچې د اپریل میاشتې وروسته دهغې پریکړې پراساس چې مخکې شوې وه تر ۲۰۱۸ کال پورې دکډوالو دقانوني پاتې کیدو موده وغځول شي."

دکډوالو چارو وزارت وویل شاوخوا ۸ نیم لکه هغه افغان کډوال چې ثبت شوي نه و دافغانستان اوپاکستان هیوادونو دتوافق په اساس دامهال راجسټر شوي او هغوی ته د اې سي ،سي په نوم د کارډونو د ورکولو پروسه دوام لري.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار افغانستان ته د ستنېدنکو کډوالو سره د مرستو په اړه وویل، "مونږ هغه اوازې ردو چې ویل کیږي هرکډول ته ستنېدو په مهال ۴۰۰ ډالره مرسته کیږي ،له هرکډوال سره چې د کډوالۍ اسناد ولري او له ملګرو ملتونوسره ثبت وي ۲۰۰ ډالره مرسته کیږي او هغه کډوال چې د اې ،سي ،سي کارډ ولري حکومت هڅه کوي چې له هغوی سره هم د ۲۰۰ ډالرو په اندازه مرسته وکړي."

یاده دې وي چې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا دوه ملیونه افغان کډوال میشت دي او افغان حکومت ویلي د کډوالو راستنول یې په کاري لومړیتوب کې دی خو د ستنیدو چارې باید د کډوالو په خوښه اوپه تریجي توګه ترسره شي.