د افغان طالبانو حکومت وایي، تیار دي چې د ټرمپ راتلونکي حکومت ته د دوستۍ لاس ور ورغځوي

د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ښاغلي شیر محمد عباس ستانکزي د امریکا د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ راتلونکې حکومت سره ښو اړیکو ته لېواله ته ښودلې ده.

ښاغلي ستانکزي ویلي،د طالبانو حکومت غواړي د امریکا نوې ادارې ته د دوستۍ لاس ور وغځوي او په راتلونکې کې د امریکا سره ښې اړیکې ولري.

د وي او اې اشنا د رپورټ له مخې شیر محمد عباس ستانکزي د شنبې په ورځ د جنورۍ په څلورمه په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې د یوې دیني مدرسې د فارغانو د فراغت غونډې ته د وینا په مهال د امریکا منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د یو باجرته شخص په توګه وبللو.

هغه د ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان په اړه دې د صدر جوبایډن سیاست ته شا کړي او د طالبانو سره د اړیکو په برخه کې دې نوې پالیسي خپله کړي.

ښاغلي ستانکزي وویل" که چیرې هغوی ( دامریکا نوی حکومت) دوستي غواړي، مونږ ورته بلکل د دوستۍ لاس ورغځوو. دښمن تل دښمن نه اوسي او دوست هم تل دوست نه اوسي. مونږ پخوا د شوروي (پخواني شوروي اتحاد) سره وجنګیدو او هغوی میلیونونه انسانان له منځه یوړل، خو اوس د روسیې سره ښې اړیکې لرو"

د طالبانو د حکومت ددغه چارواکي د وینا له مخې په تیرو ۲۰ کلونو کې طالبانو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونوسره جګړه وکړه، خو د هغه په وینا " دښمن تل دښمن نه پاتې کیږي" او طالبان اوس مهال دغه هیواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت دغه چارواکي د امریکا څخه وغوښتل چې کابل کې دې خپل سفارت بیرته پرانزي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ته دې ژمن پاتې شي.

" پر افغانستان دې بندیزونه لیرې کړي، زمونږ پربانکونو باندې (محدودیتونه) دې ایسته کړي ، زمونږ امانتي شتمنۍ دې خوشې کړي، زمونږ د مشرانو نومونه دې د تور لیسټ څخه وباسي او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاس وهنه ونه کړي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې وروسته له هغې چې د پخواني افغان ولسمشر اشرف غني حکومت ړنګ شو په دغه هیواد کې بیا واک ترلاسه کړ.

د طالبانو حکومت تراوسه د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ چارې لا هم د پخواني جمهوري رژیم له خوا د ګمارل شویو ډپلوماتانو له خوا اداره کیږي.

خو ددې باوجود د چین او روسیې په ګډون د سیمې او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي او هم یې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د حکومت له خوا ګمارل شوي دپلوماتان منلي دي .

تراوسه د افغانستان په اړه د امریکا د منتخب صدر ډونالډ ټرمپ پالیسي معلومه نه ده. په دوحه کې افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر تیره میاشت په یوه انلاین خبرې غونډه کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې د نوي منتخب صدر د افغانستان د پالیسۍ د معلومولو لپاره باید چې د جنورۍ د روانې میاشتې تر ۲۰ ورځې چې نوي منتخب جمهور رئیس لوړه کوي منتظر پاتې شي.

خو ښاغلي ټرمپ په پرله پسې ډول د صدر بایډن په ادارې باندې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډیو رامنځته له امله نیوکې کړې دي.

همداشان ټرمپ د امریکا او د طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون پر نه عملي کیدو باندې هم نیوکې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ د خپلې واکمنۍ په تېره دوره کې په کال ۲۰۲۰م کال کې د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک لاسلیک کړی ؤ، چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړې وه.

په دې تړون کې د طالبانو سره توافق شوی و چې د افغانستان په اړه د طالبانو نظرونه او موقف به په عملي توګه بدلون مومي او دوی به د نورو ترهګرو ډلو اؤ القاعدې سره اړیکې نه ساتي.

د دې هوکړې پر اساس، د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ترلاسه کړی ؤ.