د طالب قیدیانو د خوشي کولو کار ودریدلی: د ملي امنیت سلاحکار

Afghanistan summoned UNAMAN head over political issues

د رایټزر خبري ادارې د یو خبر تر مخه د افغانستان د ملي امنیتي د چارو سلاح کار ویاند ویلي چی د قیدیانو د خوشی کولو د شمار او جنګ ته د بیرته د نه تللو د ضمانت په سر د اختلافاتونو له سببه د طالبانو د قیدیانو خوشي کولو کار په ځای ودریدلی دی.

تیره میاشت د امریکی سره د لوظنامی ورستو طالبان د افغان حکومت سره مذاکرات ته تیار شوي وو. طالبان وايي لوظنامه کی لیکل شوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پېلولو وړاندې به افغان دولت پېنځه زره طالب قیدیان خوشی کوي. خو افغان حکومت وايي د قیدیانو خوشي کولو و‌ړاندی باید مذاکرات پېل شي او تشدد کی کمی راشي.

افغان ولسمشر اشرف غني د روانې اونۍ په شورو کی ویلي وو چی د خالي د ورځی نه به پنځلس سوه طالب قیدیان خوشی کړل شي او نوربه د حالاتو مطابق خوشی کوي.

د افغان حکومت د امنیتي چارو د سلاح کار ویاند جاوید فیصل ویلي : ٫٫ مونږ تیار یو چې د صدارتي فرمان لاندې عمل شورو کړو خو مونږ به تر هغې څوک نه خوشی کوو تر څو چې مونږ ته دا ضمانت نه وي راکړل شوی چی دوي به بیرته جنګ نه پېلوي. طالبانو ته به دغه نرمي ښودل وي.٬٬

تیره ورځ د طالبانو ویاند رایټرز خبري ادارې ته ویلي چې دوي به د نیمایي قیدیانو د خوشی کولو یا نورڅه شرط وه نه مني. ذبیح الله مجاهد وړاندې ویلي وو: ٫٫ د قیدیانو د خوشي کولو په اړه زمونږ دریځ ښکاره دی. څنګه چې د امریکا او د طالبانو په لوظنامه کی لیکل شوي، هم دغه شان دې بې د څه شرطه قیدیان خوشي کړل شي. مونږ په دې اړه نورو خبرو یا شرطونو ته غاړه نه وه اېښودلې.٬٬

څیړونکي وايي د ولسمشر غني او د هغه سیاسي سیال عبدالله عبدالله ترمنځه د شخړې په ګډون دا معامله د سولې د خبرو شورو کولو په لاړ کی لوی خنډ دی.

دغه دواړه ځانونه د افغانستان مشران ګڼي. د دوي ترمنځه اختلاف په هیواد کی د دوو حکومتونو جوړیدلو ویری پیدا کړي چې له وجې يې د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د قامي باشموله ډلې جوړول ګران شوي دي.