د کډوالو او وطن ته د ستنېدونکو افغانانو د چارو دپاره د افغانستان د واکمنو طالبانو وزیر مولوي عبدالکبیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ایران او د پاکستان نه وغوښتل چې افغان کډوالو سره "له زغم او حوصلې څخه کار واخلي" او د افغانستان د اقتصادي صورتحال په سبب دې کډوال په جبر نه ستنوي او نور وخت دې ورکړي.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان د ګاونډیو ملکونو نه دغه غوښتنه په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي او د پاکستان ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني سره په جدا جدا ملاقاتونو کې وکړه.
د ملاقاتونو وروسته د کډوالو او وطن ته د ستنېدونکو افغانانو د چارو دپاره د طالبانو وزارت په اېګس، پخواني ټوېټر، یو بیان او د ملاقاتونو تصویران شریک کړل.
دبیان په قول د طالبانو وزیر وویل په پاکستان او په ایران کې افغانانو سره "ناسم چلند" زیات شوی او "موږ له کوربه هېوادونو غواړو چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي."
د بیان ترمخه مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه چې د طالبانو حکومت چې هغه د "اسلامي امارت" په نامه یاد کړو "افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کور دننه د شرایطو د نه برابرېدو له امله باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای د یو منظم" انتظام نه کار واخلي.
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې ایران او پاکستان دوه اشاریه اووه مېلین افغانان خپل ملک ته ستانه کړي دي.
پاکستان په کال ۲۰۲۳ کې په ملک کې امنیت د ښه کولو په خبره نه د غېرقانوني غېر ملکیانو د وېستلو دپاره اقدامات شروع کړل او د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د شمېرو ترمخه د ۲۰۲۳ راهسې ۸۲۵۰۰۰ افغانان د پاکستان نه خپل وطن ته ستانه شوي دي. تر ۴۰۰۰۰ پورې افغانان پاکستان ډیپورټ یا ملک بدر کړي دي.
د جنورۍ په میاشت کې پاکستان قریباً درې مېلین افغانان د ستنولو دپاره یو مرحله وار پروګرام اعلان کړو چې ترمخه به په پاکستان کې په قانوني او غېر قانوني توګه مېشته کډوال او هغه افغانستان د ملک نه وباسي چې د امریکې په شمول په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې دي.
د پاکستان د مجوزه تګلارې ترمخه قانوني او غېر قانوني افغانستان به په وړمبۍ مرحله کې ستنولی شي.
هغه افغانان چې په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې دي د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د اسلام اباد څخه ویستل کېږي.
د تېر کال د جولای په میاشت کې پاکستان د افغانستان کډوالو دپاره د پي او ار کارډونو مېعاد د ۲۰۲۵ د جون تر دېرشمې نېټې وغځولو.
ایران د کال ۲۰۲۲ او د کال ۲۰۲۴ ترمنځ موده کې یو اشاریه اته مېلین افغانان ملک ته ستانه کړي دي. دا شمېرې د رېلیف وېب نومې پاڼې دي چې د یو اېن اېچ سي ار نه معلومات اخلي. تهران اعلان کړی چې د سږ کال د مارچ د میاشت پورې په تر دوو مېلین پورې افغانان ملک ته ستنوي.
د طالبانو د وزرات په قول، د پاکستاني او د ایراني سفارتکارانو سره ملاقاتونو کې مولوي عبدالکبیر وویل چې د جون د میاشت پورې پاکستان نه د ټولو افغان کډوالو وېستل به مشکلات ولري" ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي."
عبدالکبیر غوښتنه وکړه چې افغان کډوالو ته دې وطن ستنېدو دپاره وخت ورکړی شي او دا چې د کډوالو په مسله د دوو اړخیزو او د دریو اړخیزو خبرو اترو ضرورت دی.
عبدالکبیر او د نظاماني د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لویه لار تورخم د بندېدو په اړه هم خبرې اترې وکړې.
د طالبانو وزارت په خپل بیان کې وویل عبدالکبیر د تورخم د بندېدو په سبب عام ولس د مشکلاتو سره مخامخ کېږي او تجارت ته د نقصان رسېږي او "د پاکستان سفیر مولوي عبدالکبیر ته ډاډ ورکړ، چې داسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي." د پاکستان خارجه وزارت د نظاماني د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د وزارت د بیان ترمخه په کابل کې د ایران سفیر ښاغلي علیرضا بیګدلي وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له قانوني کډوالو سره د همکارۍ هڅې کوي، خو د ناقانونه کډوالو ستونزې ته باید دایمي حللارې پیدا شي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي. د بېګدلي دفتر د هغه د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
د کډوالو او د انساني حقونو فعالان د ایران او هم د پاکستان نه غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د حقونو احترام وکړي او په جبر دې افغانستان ته نه ستنوي.