د نړۍ نورو مېرمنو څخه د افغانو ښځو غوښتنه

تېره میاشت د اټلي په روم ښار کې د افغان مېرمنو سره د یوالي مظاهره وشوه. په مظاهره کې په یوه لوحه لیکل شوي وو "افغان خوېندو تاسو یوازې نه يي."

د افغانو ښځو د سیاسي ګډون شبکې (اې ډبلیو پي پي اېن) د اکتوبر 10 مه له افغان میرمنو سره د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه او په ټوله نړۍ کې یې له ښځو وغوښتل چې د طالبانو پر ضد لاریون وکړي او د افغان میرمنو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

یوه افغان فعاله چې په یو نا معلومه ځای کې خبري کانفرس کې ګډون درلود رسنیو ته وویل:

"له ډیره ډاره هیڅ څوک د طالبانو پر ضد غږ نشي پورته کولی. خلک خپل کور لا نه شي پریښودی او بهر نشي تللی."

اففان مېرمنو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دامریکې یو پلاوي افغانستان کې د طالبانو واک ته تر د رسېدو وروسته، په دوحه کې د طالب استازو سره لومړنۍ مخامخ خبرې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه وايي د دوی پلاوي په امنیت، د ترهګرۍ په اړه اندېښنو، امریکایانو او د نورو هېوادونو د وګړو او د دوی سره کارکوونکو افغانانو له هیواده د خوندي ‌وتلو، بشري‌ حقونو په پام کې ساتلو، په ځانګړي ډول د مېرمنو ونډه او په افغان ‌ټولنه کې د هغوي حقونه پرځای کولو په هکله خبرې وکړې.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو مشر اېنټوینو ګوټېرېس د طالبانو غندنه وکړه چې د هغه په قول د افغان مېرمنو او جینکو سره کړي خپل لوظونه يې مات کړي دي.

ګوټېرېس خبریالانو ته وويل چې طالبان دې مېرمنو سره خپل لوظونه او د انساني حقونو او د نړیوالو قوانین د لاندې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ګوټېرېس وویل ملګري ملتونه به د مېرمنو د حقونو مسله د پامه نه غورځوي اداره یې هره ورځ د طالبانو سره په اړه خبرې کوي.

ګوټېرېس وویل افغان مېرمنو سره د لوظونو ماتېدل د هغوي خوبونه ماتول دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي تشویش څرګند کړی دی او د طالبانو د واکمنۍ نه پس په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي او د انساني حقونو فعالان وايي د ځینو مظاهرو په موقع طالب وسله والو د تشدد نه هم کار اخیستلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره د ادارې استازي معیذ دورید په خپل ټویټر پاڼه لیکلي:

"کابل ته د یوې لنډې مودې لپاره راغلم چې د ښځو او جینکیو لپاره کار وکړو. د دوي غږ واورو او دوي سره مرسته وکړو او د نورې نړۍ په څېر افغانانو ته هم یوه متوازنه هیواد او ژوند برابر وي."

د کابل په خبري کانفرس کې بلې افغان فعالې وویل چې دوی د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د ښځو د حقونو په لړ کې ورسره ملاتړي شي.

"له سلو څخه هم زیاتو هیوادونو کې میرمنې ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او په جنګ ځپلي هیواد کې په ښځو او انجونو باندې د لګول شویو محدودیتونو په وړاندې لاریون وکړي."

دغه اداره وايي چې (اې‌ ډبلیو پي پي اېن) د هیڅ یوې ډلې، نظامي، ایډیالوژۍ یا ګوند پورې اړه نلري او افغان میرمنې یوازې د خپلو حقونو په غوښتلو په هدف راغونډیږي.

د دغه خبري کانفرس تر مخه د شنبې په ورځ د اکټوبر نهمه ځینې میرمنې او ماشومان په کابل کې په یو پارک کې راغونډ شوي وو او لاریون یې وکړ.

که څه هم طالبان وایي چې د نجونو پر تعلیم یې بندیز نه دی لګولی او حالاتو ته په کتو به د هغوی د ښوونځیو د پرانیستنې اعلان وکړي. خو له کله راهیسې چې یې د افغانستان واک یې اخیستی نه یواځې ښځې په حکومتي او غیر حکومتي دفترونو او رسنیو کې خپلو کارونو ته له تلو محرومه ساتل شوي بلکې د طالبانو په لنډ مهالي حکومت کې هم ورته برخه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو له 1996م تر 2001م کال پورې پخپله لومړۍ واکمنۍ کې د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی و او اوس بیا له ښوونځي تر پوهنتونه افغانې نجونې د خپل تعلیم او راتلونکي په اړه اندېښمنې دي.

امریکا په وار وار وايي چې د طالبانو په هکله قضاوت د هغوي په الفاظو نه بلکې په عمل کوي.