دځوانانومعنیت:دنړۍ ځوانان دې له افغانستان سره دسولې په تړاو مرسته وکي

دځوانانو چارو معین ډاکترکمال سادات د شورو، پنجشنبې، په ورځ دسولې قدم ترعنوان لاندې په یو مدني حرکت کې دنړۍ له ځوانانو وغوښتل چې دافغانستان دسولې او پرمختګ په چارو کې مرسته وکړي

دافغانستان د ځوانانو چارو معنیت ویلي، افغانان دا مهال سولې اوپرمختګ ته زیاته اړتیا لري په دې تړاو دځونانانولخوا دسولې او پرمختګ لپاره د ځوانانو هڅې ګړندۍ روانې دي.

دځوانانو چارو معین ډاکترکمال سادات د شورو، پنجشنبې، په ورځ دسولې قدم ترعنوان لاندې په یو مدني حرکت کې دنړۍ له ځوانانو وغوښتل چې دافغانستان دسولې او پرمختګ په چارو کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل "مونږ دسیمې او نړۍ له ټولوځوانانوغواړو چې له خپلو مشرانو سره خبرې وکړي چې افغانستان ته تروریستان او جنګیالي را ونه لیږي ،مونږ ته دې انجنیران،او استادان راولیږي،زمونږ ځوانان دې خپلو هیوادونو ته دکار لپاره وغواړي زمونږ ځوانان دا مهال په علم او ټیکنالوجۍ ښه سمبال شوي دي اود نړۍ په ګوټ ګوټ کې ښه خدمت کولی شي."

دځوانانو چارو معین له ملګرو متلونو وغوښتل چې دافغانستان د ځوانانو ددې غوښتنې دپرځای کیدو لپاره دې دنړۍ په هیوادونو فشار راوړي چې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره عملي اوغښتلي اقدامات ترسره شي.

دمدني ټولنې غړې نوشه محمدي وویل افغان ځوانان په افغانستان کې له جګړې ستړي شوي دسولې په اړه له نمایشي کارونو څخه باید لاس واخیستل شي.

نوموړې وړاندې ویل "مونږ ځوانان له جګړې او له نمایشي فعالیتونو ستړي یو، ځوانان ته پکار دی چې دسولې لپاره خپل غږ همغږۍ کړي،دنړۍ او سیمې هیوادونو همکارۍ دافغانستان دسولې لپاره هم اړینه ده او زمونږ دځوانانو دې غوښتنې ته باید مثبت ځواب وویل شي."

که څه هم افغان حکومت اودنړۍ اوسیمې هیوادونو دافغانستان دسولې په هدف له کلونو راهیسې خپلې هڅې پیل کړي او افغان ولس هم دسولې دټینګښت په هکله پراخې مبارزې چې اوس هم روانې دي پیل کړي دي خودې هڅو تردې دمه له امیدونو پرته افغان وګړو ته بل څه په لاس نه دي ورکړي.