افغان صدر اشرف غني د طالبانو پر وړاندې "مشروط" درې میاشتینی اوربند اعلان کړ

د افغانستان صدر، محمد اشرف غني، نن د اتوارـ یکشنبې په ورځ د غازي امان الله خان په ماڼۍ کې د خپلواکۍ ۹۹ یمې کلیزې د لمانځلو په ترڅ کې، د طالبانو پر وړاندې په مشروط ډول اوربند اعلان کړ.

صدر غني وویل چې دغه اوربند سبا گل ـ دوشنبې، د عرفې په ورځ پلی کیږي او تر میلاد نبي پورې (درې میاشتې) به په دې شرط دوام ولري چې وسله وال طالبان هم اوربند اعلان او عملي کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: « د دې لپاره چې هیوادوال لوی اختر په امن فضا کې تیر کړي، یو ځل بیا سر له سبا دوشنبې چې د عرفې ورځ ده، ترمیلاد نبوي پورې په دې شرط چې طالبان هم په دې مبارکو ورځو کې اوربند اعلان او عملي کړي، اوربند اعلانوم، او د دې اوربند اعلانول په دې معنا ده چې اوربند دوه اړخیزه وي او همداراز د دې اوربند دوام د طالبانو په دریځ پورې اړه لري.»

افغان صدر وایي چې د هیواد د وګړو د بیلابیلو بنسټونو په ځانګړې توګه له دیني علماوو، له سیاسي مشرانو او همداراز د سیاسي مشرانو له ګوندونو، مدني ټولنو، ځوانانو، په ۳۴ ولایتونو کې دسولې د عالي شورا له غړو سره ترمشورې وروسته او د نړۍ دیني علماوو غوښتونو ته په درناوي چې په حرمینو کې سره راغوند شوي وو، د اسلامي هیوادونو د سازمان او د حرمینو د خادم، د سعودي عرب د پاچا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا او همدا راز د سولې عالي شورا د غوښتونو او وړاندیزو ته په احترام سره یې، د اوربند په تړاو پریکړه وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي اوربند نه یوازې دغازي امان الله ناتمام فصل بشپړلو ته زمینه برابروي بلکې مونږ ته د پرمختګ د نوي فصل د پیل چانس راکوي.

ولسمشر غني له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ریښتې سولې او امن لپاره د ولس غوښتنه ومني، مذاکراتو ته حاضرشي، ځکه افغان حکومت د سولې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه وړي او د ولس ارادې ته درناوی کوي.

په همدې حال د ناټو سرمنشي (سکرټرجنرال) ینس سټولټنبرگ د نوي اوربند د اعلانیدو هرکلی کړی او پخپل ټویټر پاڼه یې لیکلي دي چې: «زه طالبان هڅوم چې دې ډزبندۍ ته په احترام ساتلو سره دا څرگند کړي چې هغوی هم د افغانانو په هکله فکرمند دي.»

د سیاسي چارو څیړونکی وحید مژده له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان دا مهال له افغان حکومت سره په جګړه کې اخته دي او په وینا یې فکر نه کوي چې طالبان دې د اختر له دریو ورځو زیات وخت اوربند اعلان کړي.

ښاغلي مژده، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د طالبانو د حکومت یو چارواکی هم پاته شوی و، وویل: «دا احتمال شته چې طالبانو لخوا به داختر د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان شي خو د دریو میاشتو لپاره اوربند غیر ممکن دی. طالبان پوهیږي چې افغان حکومت دا اوربند د انتخاباتو لپاره کړی دی او کله چې طالبان له امریکا سره د خبرو په دویم پړاو کې یوې پایلې ته ورسیږي، له هغې وروسته ښايي چې له افغان حکومت سره د اوربند یو پلان ولري او د افغانستان د سولې په تړاو د طالبانو او امریکا ترمنځ دغه خبرې اترې به له لوی اختر نه وروسته ترسره کیږي.»

په لوی اختر کې د اوربند د اعلانولو په اړه وسله والو طالبانوپه دې وروستیوکې ویلي چې اوربند کولو ته چمتو دي خو د مدیریت په څرنګوالي یې په خپلو کې خبرې رواني دي.

افغان حکومت په داسې حال کې سرله دوشنبې څخه ترمیلاد نبوي پورې چې ۹۰ ورځې کیږي په مشروط ډول داوربند اعلان وکړ په تیر وړوکي اخترکې افغان حکومت ۱۸ ورځنی او طالبانو د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان کړی و چې له یاد اوربند څخه په ملي،سیمه ییزه او نړیواله کچه ملاتړ څرګند شوی وو.