ولسمشر او ټولو افغانانو د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال کپ ته د افغانستان د وتلو هرکلی کړی

افغان ولسمشر اشرف غني او ګڼو نورو چارواکو د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته د افغانستان په وتلو ملي ډلې او افغان ولس ته مبارکي ورکړې.

افغان ولسمشر اشرف غني په یو ټویټ کې ویلي:

(د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو ته د افغانستان د وتلو له امله د زړه له کومي ولس ته مبارکي وایم. ایرلند سره که څخه هم بخت یاري و نه کړه خو ښه لوبه یې وکړه. نړیوال کپ ته د شنو زمریانو د دوهم ځل په ورتلو باندې ویاړو. تاسو ولس ته ویاړ وبخښه. ډیره ښه لوبه مو وکړه.)

دا دوهم پرلپسې ځل دی چې د ترهګرۍ ځپلي افغانستان د کرکټ ملي ډله د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو ته ځان رسوي.

په پاکستان کې افغان سفیر عمر زاخېلوال په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي:

(د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو، زمونږ ملي ټیم، د هغوی مینوالو او ملاتړو ته زمونږ د ددې سختې بریا مبارکي ورکوم چې له امله یې مونږ د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته ورسېدو.)

د ګڼو نورو افغان چارواکو ترڅنګ د کړکټ یو شمېر نړیوالو مشرانو هم افغان لوبډلې ته ددغې بریا مبارکي ورکړې.

د امریکا د مرېلنډ د ځوانانو د کرکټ مشر جېمي هېرېسن په یو ټویټ کې د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې افغانستان په دغو لوبو کې له ډیرو سختو تېر شو او ځان یې بریالیتوب ته ورساوه.

ټاکل شوېده چې د نړیوال کپ سیالۍ به په انګلستان کې د ۲۰۱۹ کال د مې له ۳۰مې نېټې پیل او د جولای د میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ د نړیوال کپ په سیالیو کې به اوس د افغانستان په ګډون ټول لس ټیمونه برخه واخلي چې په هغو کې، انګلستان، اسټرالیا، هند، نیوزیلنډ، سویلي افریقا، پاکستان، سریلانکا، ویسټ اېنډیز او د بنګلدیش هېوادونه دي.