سوله به له هغه چاسره کوو چې سولې ته اماده وي: حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر ویلي هغه وسله وال چې په هیواد کې جګړه غواړي او د موجوده نظام پرضد جګړې ته دوام ورکوي له منځه به یوړل شي.

دفاع وزارت ته د سرپرست وزیرپه توګه د اسدالله خالد د معرفي کیدو جوړې شوې دستورې ته نن د شنبې یا خالي په ورځ د ملي امنیت شورا مشر حمدالله محب وویل چې سوله لومړیتوب دی او افغان وژنه به پای ته رسیږي.

٫٫ سوله به له هغو سره کوو چې سولې ته اماده وي، څوک چې جنګ غواړي، افغانان وژني، د پریدو د ګټو لپاره افغانستان ورانوي یا نظام ته ګواښ پیښوي په ټول طاقت به یې مخه نیسو.٬٬

محب زیاته کړې د موجوده نظام او ملت څخه ساتنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه مسئولیت دی او له خپلې خاروې به ساتنه کوي.

دملي امنیت شورا مشر زیاته کړې:٫٫ د نظام او ملت د دښمنانو پرضد د قوي استعمال زمونږ مشروع او قانوني حق دی او باید په قاطیت او مسئولیت سره يې استعمال کړو.٬٬

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست وزیر اسد الله خالد د خپلې معرفي په مراسمو کې له دفاعي حالت څخه د افغان امنیتي ځواکونو د وتلو اعلان وکړ او زیاته یې کړه، له دې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د وسله و الو پرضد تهاجومي حالت اختیاروي.

اسد الله خالد وویل:٫٫ بعد له دې به یې سر وهو او سنګر به یې نیسو، له دې حالته به راوځو چې مونږ په دفاع کې یو ورځني راپورونه چې زه وینم، د دښمن برید دفاع نور باید په دې باندې فکر وکړو چې د دښمن ځالو ته ورشو. د دفاع له حالته راووځو او د دښمن پټن ځایونو ته ورشو او ابتکار د عمل په خپل لاس کې ونیسو.٬٬

سرپرست وزیر ویلي د سولې له روانو هڅو ملاتړ کوي او په افغانستان کې داسې سوله غواړي چې مشري یې د افغانانو په لاس کې وي. خو زیاتوي ترهغې چې پر وسله والو پوځي فشار رانه وړل شي د داسې سولې راتګ ناشونی دی.

نوموړي وویل: ٫٫ په ډاګه وایو مونږ د هغې سولې ملاتړ کوو چې هغه کې د افغانانو مالکیت وجود ولري او د افغانانو عزت خوندي وي. خو متاسفانه چې د هیواد دښمانانو د افغانستان د رییس جمهور د سولې ځواب ته تر اوسه نا ویلي او په پښتو کې یومتل دی کګې خولې په سوک سمیږي.٬٬

د دفاع سرپرست وزیر وايي په افغانستان کې به د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو، تجمیز او تمویل لړۍ به دوام لري او د وسله والو پرضد مبارزې په چارو کې د افغان امنیتي چارواکو هیڅ پلمه ورته د منلو وړ نه ده.

اسدالله خالد ژمنه وکړه چې په دفاع وزارت کې به بشپړ اصلاحات راولي، د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امنیتي ځواکونو ستونزو ته به رسیدنه کیږي او د وژل شویو سرتیرو کورنیو سره د لازمو مرستو او د ټپي شویو سرتیرو د ستونزو هواریدل یې د کار له لومړیتوبونو څخه دي.