د افغانستان په پارلیماني انتخاباتو کې ووټونه پېل شول

په کندهار کې انتخابات د یوې هفتې دپاره ځنډول شوې دي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کندهار د پولیس مشر جنرل عبدرالزق او د استخباراتو مشر د طالبانو په حمله کې په داسې مهال ووژل شو چې د انتخاباتو دپاره د امنیت په اړه یې غونډه وکړه

د دریو کلونو د ځنډ وروسته په افغانستان کې د نوي پارلیمنټ د انتخاب دپاره د خالي، شنبې، په ورځ ووټونه پېل شول.

په زیاتره هېواد سحر اووه بجې رای اچونه پېل شوه چې د مازدیگر د څلورو بجو پورې به دوام لري.

د ووټونو پېل کېدو سره سم په انتخابي مرکزونو کې د خلکو گڼه گوڼه لیدل کېده. صدر اشرف غني او د هغه مېرمن روله غني هم خپلې خپلې رای ورکړې.

په کندهار کې انتخابات د یوې هفتې دپاره ځنډول شوې دي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کندهار د پولیس مشر جنرل عبدرالزق او د استخباراتو مشر د طالبانو په حمله کې په داسې مهال ووژل شو چې د انتخاباتو دپاره د امنیت په اړه یې غونډه وکړه.

طالبانو په انتخاباتو د حملو دړکه کړې ده.

په کندهار کې د تشدد نه وړاندې په هلمند کې د ولسي جرگي امیدوار د هغه په دفتر په بم چاودنه کې ووژل شو.

د افغانستان پارلیماني انتخابات په داسې حال کې کیږي چې امریکې په هېواد کې د امن او طالبانو سره د مذاکراتو لارې چارې لټوي.

دا میاشت په افغانستان کې د سولي دپاره د امریکې خصوصي استازې زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالب استازو سره ابتدايي خبرې وکړې.

د انتخاباتو په موقع د امنیت پرځای ساتلو دپاره ٥٠٠٠٠ افغان پولیس او عسکر گمارل شوې دي. خو ددې باوجود د انتخاباتو خپلواکه کمیشن په ١١ ولسوالیو کې د ناامنیۍ له کبله یې یا خو ووټونه ځنډولي او یا یې د رای اچونې مرکزونه تړلي دي.

د اېسوسي اېټډپریس خبري اداره وايي په غزني ولایت کې هم انتخابات د اینده کال دپاره ځنډول شوې دي.

د رای اچولو دپاره ٢١٠٠٠ پولنگ سټیشنې قایم کړی شوې دي.

طالبانو په خلکو غږ کړی چې ووټونو کې دې برخه نه اخلي.

په افغانستان کې د انتخابتو په مهال به د پاکستان سره د طورخم او د چمن سرحدي لارې تړل شوې وي.

د افغان صدر اشرف غني سلاحکار ضیاالحق امرخیل په افغانانو غږ کړی چې د طالبانو دړکو ته دې غوږ نه ږدي. هغه ویلي د افغانانو رای اچول به د هغه په قول د "دښمن په مخ" گزار وي.

په افغانستان کې د امنیت په اړه د امریکې د دفاع وزیر جېمېټس ویلي په د جنرل عبدرالزق وژنه به د هېواد په امنیت څه ډېر منفي اثر وه نکړي. جېم مېټس د عبدرالزق په وژنه د خفگان څرگندونه وکړه او وې یې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه اوس د هېواد امن د ساتلو جوگه شوې دي.

خو ای پي وایي په تېرو څو میاشتو کې د ٢٠ نه زیات امنتي ځواکونه هره ورځ د طالبانو په حملو کې وژل شوې دي.