کنړ کې ۱۲ داعش جنگیالي او په هلمند کې لسګونه افغان سرتیري وژل شوي

د افغانستان د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اړوند د شکرشیرې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو تیره شپه وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.

له سیمې نه په ترلاسه شویو رپوټونو کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوې ته وویل د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ په شوې نښته کې ۳۱ تنه افغان سرتیري او ګن شمیر طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک له ډیوې سره په خبرو کې د طالبانو لخوا د شویو بریدونو پخلۍ وکړ خو زیاته یې کړه په رامنځته شوې جګړه کې وسله والو طالبانو او افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله رسیدلې خو په وینا یې د کره شمیر په تړاو یې معلومات په واک کې نه لري.

د هلمند ولایتي شورا مشر عطا الله افغان وویل په سنګین ولسوالۍ د شکرشیری سیمه کې لسګونه طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو په جګړه کې برخه اخیستې او د شوې جګړې په پایله کې شاوخوا ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي او ګڼ شمیر طالبان هم په دې جګړه کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې،خوافغان سرتیري هم وژل شوي دي او هغه معلومات چې مونږ ترلاسه کړي شاواخوا ۲۰ تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.»

د داعش او طالبانو جگړه

د کنړ ولایت چپې درې ولسوالۍ په درېیو برخو کې له تیرو دوو ورځو راهیسې دطالبانو او داعش وسله الو ترمنځ د جګړې رپوټونه ترلاسه شوي دي.

د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ډیوې ته وویل د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ دوه ورځنی جګړه پرون پای ته رسیدلې او له امله یې یو شمیر کورنۍ له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

نوموړي وویل: «د کنړ په چپه درې ولسوالۍ کې کومه جګړه چې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ شوې زمونږ د کشفي ادارو د رپوټ له مخې ۱۲ تنه داعش جنګیالي په کې وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي، یو شمیر کورنۍ چې د همدې جګړې له امله بې ځایه شوي، له هغوی سره دمرستې تیاری د ځايي ادارې لخوا نیول شوی دی.»

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزي ډیوې ته وویل چې دطالبانو او داعش وسله والو ترمنځ نن هم دواړو خواو ترمنځ جګړه روانه ده.

یوسفزي وویل: «د چپه درې ولسوالۍ ورسک تنګي، سرګري اونیمدلام درې سیمو کې اوس هم د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جګړه روانه ده.»

طالبانواوداعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم دافغانستان ختیز ننګرهاراوکنړولایتونو کې د داعش وسله والو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې او د ښکیلو خواو د سر زیان په بیه پای ته رسیدلي خو د سیمې خلک یې له سیمو کډې کولو ته اړ کړي دي.