هلمند: افغان کمانډوز د طالبانو د زندانه ۱۳ تنه ولسي خلک ازاد کړي

د افغانستان سویلي هلمند ولایت نهرسراج ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو په یو زندان چاپه وهلې او په پایله کې یې ۱۳ تنه ولسي خلک ازاد کړي.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک وي او ای ډیوه سره د جمعې په ورځ په خبرو کې ویلي چې دعملیاتو پرمهال په سیمه کې ولسي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.

عمر ځواک وویلي:٫٫ عملیات افغان کمانډو ځواکونو تیره شپه د نهرسراج ولسوالۍ اړوند دین محمد کلي کې ترسره کړي. عملیات بریالي و او ۱۳ تنه ولسي خلک چې طالبانو په یوه زندان کې ساتل ازاد کړي شوي.٬٬

ځواک زیاته کړې د طالبانو له زندانه ازاد شوي کسان افغان ځواکونو سره دي او نن ورځ به یې د خپلو کورنیو غړو ته وسپارل شي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

دا لومړی ځل نه دی چې افغان ځواکونو د طالبانو له زندن څخه په ځانګړو عملیاتو کې ولسي خلک ازاد کړي. تردې وړاندې دهلمند په ګډون غزني ،کندهار او د افغانستان په ګن شمیرولایتونو کې د ورته عملیاتو پرمهال دطالبانو له زندانونو څخه په سلګونو ولسي خلک او ګن شمیر امنیتي سرتیري هم ازاد کړل شوي دي.