افغانستان: هرات کې وسله والو د پولیسو په حوزه برید کړی

د افغانستان په هرات ولایت کې د وسله والو یوې ډلې د پولیسو پرحوزې ډله اییز برید کړی.

له سیمې ترلاسه شوو رپورټونو له مخې د افغان حکومت وسله والو مخالفینو بریدکوونکو چې شمیر یې نه دی معلوم د هرات ښار کې د پولیسو ۶ مې حوزې ته ننوتي او له امنیتي چاوراکو سره په نخښته کې ښکیل دي.

د هرات ولایت چارواکو ویلي ډله اییز برید د شپې اوو بجې پیل شوی او پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ویلي امنیه قومندان جنرال امین الله امرخیل د پیښې ځاېې ته ځان رسولی او تر اوسه یوتن بریدګر له افغان امنیتي ځواکونو سره په نخښته کې وژل شوی.

نوموړي وویلي: ٫٫ که څه هم سیمه د ترهګرو له شتون څخه پاکه شوې خو د بیلا بیلو امنیتي ځواکونو لخوا لا هم په ګډه د برید په سیمه کې چاڼیزعملیات دوام لري.٬٬

عیني شاهدانو ویلي بریدګرو لومړی په هرات کې د شپږمې امنیتي پوستې پرپولیسو ډزې وکړې او حوزې ته یې د ننوتلو زمینه برابره کړه.

د هرات د روغتیا ریاست ویلي تراوسه د پیښې له ځایه د دو تنو جسدونه او یو ټپي تن د ښار روغتون ته لیږدل شوي دي. سیمه اییزو چارواکو ټپي او وژل شوي کسان پولیس ګڼلي دي.

د پیښې مسئولیت لا تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.