د سولې ولسي حرکت: د طالبانو اوافغان حکومت ترمنځ دې دایمی اوربند وشي

له هلمند څخه کابل ته پلی د سولې د ولسي حرکت کاروان نن گل ـ دوشنبې په سهار کابل ته ورسید او دپیاده مزلونو له امله یې د پښو د تڼاکو درملنه وشوه.

د سولې د ولسي حرکت کاروان په افغانستان کې دجګړې له ښکیلو خواوو وغوښتل چې د جګړې د سیاست د پرمخ وړلو پرځای، د امن لار غوره کړي چې افغان وګړي د ژوند له ټولو حقونو څخه برخمن شي.

دې کاروان ۳۷ ورځې وړاندې له هلمند نه پلی د کابل په لور حرکت کړی و او د کندهار، زابل، غزني، او میدان وردګ ولایتونو نه په تیریدو، چې په هر ولایت کې د سولې له پیغام څخه د ولسونو لخوا یې هرکلی شوی و، کابل میشتو یې هم دسولې غږ بدرګه کړ.

د سولې د ولسي حرکت یو غړي اقبال خیبر له امریکا غږ ډيوې سره په خبرو کې وویل چې پر افغان ولس جګړه تحمیل شوې او قرباني یې همدا ولس دی او د افغانستان خلک نور روان د جګړې حالت نه شي زغملای.

نوموړي وړاندې وویل:"د سولې لانګ مارچ وروستۍ ارزونه دا ده چې ولس به نور له دې جګړې ښکیلې غاړې اوباسي او خپله به هم له دې جګړې ځان ژغوري. د جګړې دوام نه غواړو، زمونږ غوښتنه د جګړې ښکیلو خواوو څخه دا ده چې له تشدده لاس واخلي او پریږدي افغان ولس چې په ارامه ژوند وکړي."

د سولې د ولسي حرکت وگړو، په سلگونه کیلومټره لار، په پښو مزل وکړ

د سولې ولسي حرکت خپل پریکړه لیک هم ولوست چې په هغه کې له افغان حکومت او طالبانو غوښتل شوي چې د دایمي اوربند د اعلانونو ترڅنګ، د سولې د خبرو لپاره ادرس معلوم کړي.

زهیر احمد زنداني چې د روانې جګړې له امله یې خپلې دواړه سترګې له لاسه ورکړي، له ډيوې سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان حکومت او طالبان دې دا دایمي اوربند اعلان کړي، د سولې د خبرو لپاره دې ادرس معلوم کړي، که هغه خبرې په موسی کلا، کابل او که په امریکا کې ترسره کیږي، دوی یې ملاتړ کوي."

له هلمند نه دسولې ولسي کاروان په داسې حال کې د جګړې د ښکیلو خواوو نه د دایمي اوربند غوښتنه وکړه چې افغان حکومت په یواړخیزه توګه د طالبانو پروړاندې د اوربند موده لس ورځې نور وغځوله خو د طالبانو درې ورځنی اوربند پرون د اتوار ـ یکشنبې په ماښام پای ته ورسید او تیره شپه طالبانو په شمیر ولایتونو کې پر حکومتي ځواکونو بریدونه وکړل.