په کابل او لوگر کې د طالبانو حملو ١۴ کسان وژلي

دافغانستان پلازمینې کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند دشش درک سیمه کې د زیارت، پنجشنبې، په سهار شاوخوا لس بجې د طالبانو په موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوې دي.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په حمله کې د ١٠ کسانو د وژل کېدو او ۴٢ کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی.

ای پي وايي په کابل کې د حملې وروسته، طالبانو د لوگر ولایت په مرکز پل عالم کې د افغان ځواکونو مرکز سره نژدې د موټر بم چاودنې ذمه واری په غاړه واخیسته او د لوگر والي انورخان اسحاق زي وویل په چاودنه کې څلور ملکي کسان ووژل شو.

د کابل د حملې په اړه د کورنیو چارو وزارت ترجمان نصرت رحیمي وویل چاودنه د تونس موټرپه وسیله دعبدالحق اود مسعود څلور لارې ترمنځ د شش درک سیمې په سړک وشوه.

دپیښې یوتن عیني شاهد عالی محمد له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې وویل په دې پیښه کې تر۴۰ پورې عامو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړی چې په دې چاودنه کې په ښي لاس او خوله ټپي شوی هم دی وايي دشش درک سیمې د تیرو په حال کې چاودنه ولیده چې رامنځته شوه.

علي محمد وویل:((زما په شمول د ګنو کسانو موټران په دې چاودنه کې ویجاړ شول له چاودنې وروسته له موټره راووتم زیات شمیر موټرې په دې انفجار کې تخریب شوې د چاودنې دوه چرې زما په دې ښې لاس ولګیدې او شنډه مې هم ژوبل شوه دپیښې ساحې راووتم او دمکرویان په یوه شخصي کلینیک کې راته پانسمان وکړ.))

دکابل ښاردریم مکرویان اوسیدونکی میرویس چې شش درک سړک ته مخامخ دخوراکي توکو پلورنځی لري امریکا غږ ډیوې ته وویل له چاودنې وروسته په سیمه کې دوژل شویو او تپیان وحشت یې ولید.

هغه وویل:((په دې سیمه کې مو وحشت ولید وژل شوي او ټپیان مې ولیدل چې دمرستې غوښتنه یې درلوده او چغې وهلې داسې ښکاریدل لکه چې اعصاب یې خراب شوي وي دیوه په شاه کې چره نښتې وه او دیوه بل تپی چره په تندي کې بنده وه او وینې ترې بهیدلې.))

له چاودنې وروسته د عبدالحق او مسعود ترمنځ غځیدلی سړک دامنیتي سرتیرو لخوا تړل شوی و او خبریالانو ته اجازه نه ورکول ده دپیښې له سیمې نږدې لیدنه وکړي.

هڅه مووکړه چې دپیښې دتلفاتو په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر ترلاسه کړو خو هغوی په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه وکړه

وسله وال وطالبانو دپیښې مسئولیت پرغاړه واخیست او ادعا یې کړې چې دا چاودنه یې دبهرنیو ځواکونو موټر یې په نښه کړي دي کوم چې غوښتل یې دشش درک سیمې ته ورداخل شي.

طالبانو په دې برید کې د دیوشمیربهرنیانو دوژلو خبره کړې ده خو عامو ولسي خلکو بیا ویلي چې په دې پیښه کې ټول تلفات عامو ولسي خلکو ته رسیدلي دي.