په کندهار کې د طالبانو د خونړۍ حملې وروسته صدر اشرف غني قام ته وویل حالات به قابو کړي

د زیارت په ورځ په سویلي کندهار کې په یوې امنیتي غونډې دکندهارد والي دیوه ساتونکي لخوا وسله وال برید ترسره شو چې له امله یې د چارواکو په وینا امنیه قومندان جنراعبدالرازق، دامنیت ریس عدالمومین حسین خیل په ګډو یوشمیر امنیتي چارواکي وژل شوي

دافغانستان جمهور ريس محمد اشرف غني ویلي د کندهار د امنیي قومندان جنرال عبدالرازق او دملي امنیت رییس عبدالمومین حسین خیل په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پېښې وروسته، محمداشرف غني ولس ته په یوې لنډه وینا کې وویل چې دامنیت دکابوکولو لپاره دملي امنیت لوی ریس معصوم ستانکزی او دکورنیو او دفاع وزارتونو یوجیګپوړۍ پلاوۍ او همداراز دهیواد کمانډوځواکونوبه نن شپه کندهار ته ورسیږي.

جمهورريس محمد اشرف غني دافغانستان ټول ملت او په ځانګړې توګه دکندهار ولس ته په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې ډیرژربه حالت کابو کړای شي .

د افغانستان دکورنیو چار وزارت امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي نن شپه ناوخته په خبري کنفرانس کې وویل چې کندهار په نني برید کې دکندهار والي توریالی ویسا او ۴۰۴ زون قومندان ټپیان شوي دي.

د دپیښې مسولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.

دکورنیو چارو وزارت امنیتي معین اخترمحمد ابراهیمي ویلي دافغانستان لپاره دترهګرۍ پالنه ،روزنه ،تجهیزاو دهغوی ملاتړ دپاکستان لخوا ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړ"افغانستان ته تروریزم تمویل،تربیه، تجهیز او تصلیح دګاونډي هیواد پاکستان څخه کیږي اوپه دې وروستیو وختونو کې ۲۱ تروریستي شبکې چې زمونږ په هیواد کې ترهګریزفعالیتونه کوي په دې کې نړیوال او دسیمې ترهګریزې ډلې ټول سره یوځای شوي دي ترڅو زمونږ دهیواد پرضد دترهګرۍ اعمال ترسره کړي."

افغان چارواکو په داسې حال کې دکندهار دپیښې د قیقې څیړنې او دهغه ولایت دامنیتي حالت دکابوکولو په هدف جدي اقداماتو دترسره کیدو ژمنه وکړه چې نن د زیارت په ورځ په سویلي کندهار کې په یوې امنیتي غونډې دکندهارد والي دیوه ساتونکي لخوا وسله وال برید ترسره شو چې له امله یې د چارواکو په وینا امنیه قومندان جنراعبدالرازق، دامنیت ریس عدالمومین حسین خیل په ګډو یوشمیر امنیتي چارواکي وژل شوي او دوالي توریالي ویسا او ۴۰۴ زون قومندان په ګډون یوشمیر ټپیان شوي دي.

پاکستان د افغان چارواکو دا خبره ردوي چې گنې په خپله خاوره د ظالبانو تربیه او ملاتړ کوي.