په کندهار کې ایراني مزائیل نیول شوي دي، افغان چارواکي ویلي

په افغانستان کې دایران دسفارت اود قونسلګری چارواکو تراوسه دافغان حکومت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي

دافغانستان سویلي کندهار ولایت سیمیز چارواکي ادعا کوي چې پولیسو د ایران جوړ شوي هغه مزائیل نیولي چې دبرید لپاره د کندهار په ښار کې چمتو شوي وو.

دکندهارامنیه قومندانۍ د رسنیوله دفتره امریکا غږ ډیوې ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دایران دا مزائیل دکندهار ښار د اومې ناحیې اړوند سیمه کې مخکې له دې چې دبرید لپاره ګټه واخیستل شي پولیسو کشف او ترلاسه کړي دي.

په دې بیان کې د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان ویلي نیول شوي مزائیل چې دایران جوړ شوي له داسې ټیکنالوجۍ څخه یې په جوړیدوکې کټه اخیستل شوې چې زیاتې ویجاړی رامنځته کولی شي.

په دې خپاره شوي بیان کې دا نه دي ویل شوي چې ایراني مزائیل په کندهارښار کې چا ځای پرځای کړي وو او کومه سیمه یې د برید هدف وه؟

امینه قومندانۍ وسله والو مخالفینو ته ګواښ هم کړی او خبردارۍ یې ورکړی که په ناامنیو لاس پورې کړي وبه ځپل شي.

دکندهارسیمیزو چارواکوویلي په دې ولایت کې پوځي چارواکو په نیول شویو ایراني مزائیلو څیړنې روانې کړي دي.

افغان چاورکو دا خبره هم کړې ده چې له دې مزائیلو سره د تړاو په تورڅوک نه دي نیول شوي.

په افغانستان کې دایران دسفارت اود قونسلګری چارواکو تراوسه دافغان حکومت د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې دامریکا متحدو یالتونو په دې وروستیو کې دایران د شویوپوځي مرستو یوشمیرهغه بیلګې نندارې ته وړاندې کړې وې کوم چې په افغانستان کې دافغان حکومت پرضد وسله والو مخالفینو ته ورکړل شوې وې.