په کندهار کې دوه ښځینه پولیس او ننگرهار کې د پوهنتون استاز وژل شوی

دافغانستان سویلي کندهار ولایت په مرکز کې د شورو، چهارشنبې، په سهار دوه ښځینه پولیس چې د دندې په طرف روانې وې نامعلومو کسانو په ډزو وژلې دي. په ننگرهار کې د یوهنتون یو استاز وژل شوی او په هرات ولایت کې طالبانو د حکومت پلوه ملېشې ١۴ غړي وژلي.

دکندهارامنیه قومندانۍ ویاند جمال عبدالناصر باریکزي له امریکا غږ ډیوې ته وویل چې وژل شوې دواړو ښځینه پولیسو دنده د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې وه.

نوموړی وايي په یوموټرسایکل سپاره دوو کسانو د کندهار ښار لومړی ناحیې اړوند دچوک مدد سیمه کې نن سهار ۸ بجې پرښځیه دوو پولیسو چې د دندې ترسره کیدو په طرف روانې وې ډزې وکړې او دواړه ووژل شوې.

باریکزی وايي په موټرسایلکل سپاره دواړه برید کوونکي د پیښې له ځای څخه په تیښته بریالي شوي خو پولیسو په سیمه کې کلکې پلټنې پیل کړي دي ترڅو یې عاملین پیدا اوقانون ته یې وسپاري.

د پیښې مسئولیت تراوسه چارپرغاړه نه دی اخیستی.

په کندهارښار کې دوه تنه پولیسې په داسې حال کې د نامعلومو کسانو په وسله وال برید کې وژلي دي چې دامهال دافغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې سلګونه افغان میرمنې او نجونې خپلې دندې ترسره کوي.

او اېسوسي پرېس خبري اداره وايي په هرات کې طالبانو په یو چېک پوسټ حمله کې د حکومت پلوه ملېشې ١۴ غړي ووژل.

د هرات د پولیس ترجمان عبدالحد ولیزاده وویل په کشک رباط سنگي ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې اووه نور کسان زخمیان شوي هم دي. هغه وویل طالبانو ته هم تلفات اړول شوې دي.

طالبانو د هرات د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

بلخوا، ای پي وویل د ننگرهار ولایت په مرکزی ښار جلال اباد کې د پوهنتون یو استاز په بم چاودنه کې وژل شوی دی.

د ننگرهار د والي ترجمان عطا الله خوگیاني چاودنه په داسې مهال وشوه چې د استاز د موټر پورې لگول شوی وچاودیدو. چاودنې دوه نور کسان زخمیان کړل.

ای پي وویل په ننگرهار کې د حملې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې خو په سیمه کې د داعش وسله وال فعالیت لري.