ننګرهار کې د داعش ٢٧ وسله وال وژل شوي

د ننگرهار په ده بالا ولسوالۍ کې د داعش خلاف د عملیاتو یو پخوانی تصویر

دافغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې دافغان او ناټو ځواکونو په ګډوعملیاتو کې داعش ډلې د دریو مهمو کمانډرانو په ګډون ۲۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزي امریکا غږ ډیوې ته وویل دغه عملیات تیره شپه دننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اړوند دممندرې په سیمه کې ترسره شوي دي.

نوموړی وايي د عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې داستخباراتو مشر او د ننګرهار د جګړې لپاره د داعش ډلې دوه قومندانان هم په وژل شویو ۲۷ کسانو کې شامل دي.

یوسفزي وویل "ځانګړې قطعې چې دناټونو ځواکونو هوایي ملاتړ یې هم له ځان سره درلوده د اچین ولسوالۍ د ممندرې ساحې اړوند د شلخي په نامه کلي کې برید ترسره کړی چې د داعش ډلې ۲۷ تنه جنګیالي وژل شي او په وژل شویو کسانو کې د داعش د استخباراتو مسئول صدیقیار اورکزی،دوه قومندانان سیدعمر او شاهد هم شامل دي."

یوسفزي وویل د عملیاتو پرمهال دناټو په هوايي بمبار کې چې دافغان ځواکونو ځمکنی ملاتړ هم ورسره و د داعش ډلې درې مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

یوسفزي زیاته کړه نن سهار د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې افغان او ناټو ځواکونو په ګډه هوايي او ځمکني عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه د دې عملیاتو هدف په سیمه کې ښې حکومتوالۍ ته د زمینې برابرول، د وسله والو ځپل او دهغوی له شتون څخه دسیمو پاکول دي.

یوسفزی وايي دنجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې چې د بیلابیلو افغان امنیتي ادارو د سرتیرو د روانوعملیاتو پرمهال پرطالبانو دناټو الوتکو هوايي بمبار کړی چې امله یې نهه تنه وژل شوي او جسدونه یې په سیمه کې پاتي دي.

نوموړي وویل د نجراب په عملیاتو کې د ملي اردو سرتیرو، ملي امنیت، پولیسو، ولسي پاڅونکوونکوپه کې برخه درلوده، دناټو هوايي ځواک دعملیاتو پرمهال طالبان په نښه کړل چې دوژل شویو نهه تنو مړو جسدونه په سیمه کې پاتي دي.

داعش او وسله والوطالبانو تراوسه د دې دواړو پیښو په تړاو څه نه دي ویلي.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویلي د امهال د ننګرهار په غني خیلو او ممندرې ولسوالیو کې دافغان پوځ ځمکني چاڼیزعملیات چې دناټو ځواکونو هوايي ملاتړ هم ورسره دی دوام لري او تر دې دمه یې زیات شمیر سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.