د ډېورند پر کرښې جگړه او له امله یې مرگ ژوبله ـ کابل او اسلام آباد یو بل ملامتوي

د افغانستان د کونړ ولایت دانگام ولسوالی (٢٠١٧)

د افغانستان د کونړ ولایت سره د ډېورند پر کرښې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو وسله والو نښتو په باب، د دواړو هېوادونو له خوا بېلې بېلې دعوې مخې ته راغلي دي.

د پاکستان سرکاري رېډیو رپوټ ورکړی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو له کرښې پورې غاړې څخه د مارټر (هاوان) گولیو او درنو ماشینگڼو ډزو کې شپږ پاکستاني عسکر او پنځه پاکستاني شهریان چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، زخمیان کړي دي.

د پاکستان د سرکاري رېډیو د رپوټ ترمخه، افغان ځواکونو دا ډزې د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ څخه د چترال سیمې "پر عامو وگړو" کړي دي، چې پاکستاني ځواکونو یې هم په جواب کې د افغان ځواکونو پوسټونه وهلي دي.

خو د افغانستان اړخ ته بیا د دغو سرحدي نښتو په اړه، په دې څو وروستیو ورځو کې بل ډول رپوټونه ورکړل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي چې:" د پاکستاني سرتېرو د هاوان (مارټرو) په مرمیو [افغانستان کې دننه] درې مېرمنې وژل شوي او دوه مېرمنې، یو ماشوم او یو بل نارینه ټپيان شوي دي."

د کونړ په ولایتي شورا کې د ناړۍ ولسوالۍ استازي ملک شیر زمین هم امریکا غږ ته ویلي:" نښته د یکشنبې (اتوار) په مازدیګر هغه مهال پیل شوه چې افغان سرتېرو په صفري نقطه کې د پاکستاني سرتېرو لخوا د امنیتي پوستو د جوړېدو مخه ونیوله."

افغان حکومت پر پاکستان غږ کړی چې د "ډیورېنډ کرښې ته نژدې" افغان غاړې ته د توغندیو او راکټونو بریدونه ودروي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د نهې یا سې شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په خپل ټویټر کې ولیکل: "د افغانستان حکومت د ډیورېنډ فرضي کرښې ته په نژدیو سیمو کې د پاکستاني پوځ د توغندیو بریدونه غندي او د نړیوالو قوانینو خلاف یي بولي."

ښاغلي صدیقي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د توغندیو ویشتل دې سملاسې بند کړي: "موږ له پاکستان څخه د دا ډول اقداماتو د سملاسي بندولو غوښتونکي یو."

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، عاطف مشعل هم پر خپل ټویټر لیکلي: "مونږ د ډیورند کرښې ته څېرمه د پاکستان لخوا گولۍ اورول، په کلکه غندو، دې ډزو په کونړ کې عامو خلکو ته ځاني زیان اړولی دی. دا د تیري کولو یو غیرانساني عمل، او د انټرنیشنل قوانینو خلاف ورزي ده. مونږ د تشدد او همدا راز پر خیالي کرښې باندې د اغزن سیم د غځولو فوري ختمېدو غوښتنه کوو. دا دواړه له یو اړخه دي."

مخکې له دې هم په کونړ کې افغان سرحدي ځواکونو له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې خبر ورکړی و.

مخکې هم د ډیورېنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو نښتې او شخړې کړې وې.

افغان حکومت له دې کبله څو وارې د پاکستان سفارت چارواکي هم احضار کړي (رابللي) او اعتراض یې ورته کړی دی، خو پاکستان ادعا لري چې دوی هغې غاړې ته د ورتلونکو ترهګرو مخه نیسي.

په دې رپوټ کې د وي او اې افغان سرویس هم مرسته کړې ده