د پېغمبر اسلام د زیږیدنې ورځ په پاکستان او افغانستان دواړو کې ولمانځل شوه خو له بده مرغه په دواړو هېوادونو کې دغه ورځ سږ کال د ځینو بدو پېښو لپاره یادیږي.
د پېغمبر اسلام د زیږیدنې ورځ ته په زیاتره اسلامي هېوادونو کې د (میلاد النبي) اصطلاح کارول کیږي. په دې ورځ دیني عالمان او په ځینو هېوادونو کې، په ځانګړې توګه په غیرعربي (عجمي) اسلامي هیوادونو کې حکومتي مشران د ورځې په مناسبت د اسلام د پېغمبر په سیرت او حسن اخلاق خبرې کوي.
خو سږ کال به میلاد النبي د ځینو بدو پیښو لپاره تر بل کاله پورې یادیږي. یو دا چې په دې ورځ د افغانستان سر ښار کابل کې د میلاد لمانځلو په غونډه باندې ځانمرګي برید کښې د ۵۰ څخه زیات دیني عالمان او نور برخه وال ووژل شول او بل دا چې هم دغه ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د عیسوي مذهب د پیغمبر په اړه لانجمن بیان ورکړی دی.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل برید په سختو ټکو غندلی او دا یې په دین، د افغانستان پر ملي هویت، سیاست او جوړښت حمله بللې. او ویلي یې دي چې بې ځوابه یې نه پرېږدي. که څه هم تر اوسه د دغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې او طالبانو هم په دغه برید کې د لاس لرلو څخه انکار کړی خو ښاغلي غني د شوي بریدذمه وارۍ پر طالبانو اچولې.
د کابل برید د میلاد النبي په غونډه شوی وو او د غونډې پیغام د ترهګرې حملې یرغمل یا هایجک کړو. او په ټولنیزو رسنیو باندې د ملګرو ملتونو په ګډون، د مدني ټولنې غړو او حکومتي چارواکو په ترهګرۍ بحثونه پیل کړل.
The UN’s top humanitarian official in #Afghanistan, @TobyLanzer, visited @emergency_ong hospital in #Kabul today to donate blood for the victims of yesterday’s attack and to express gratitude to the medical professionals providing them with life-saving assistance. pic.twitter.com/yVRCfzd5IK
— UNAMA News (@UNAMAnews) November 21, 2018
یو پیژندلي پاکستاني خبریال طلعت حسین په ټویټر لیکلي چې په کابل کې د میلاد نبي لمانځ غونډې باندې برید ډیر د خواشینۍ اوغندلو وړ خبر دی.
هم دغه شان پاکستان لورې ته په اسلام اباد کښې په حکومتي کچه جوړه شوې د میلاد النبي یوې غونډې ته د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د پیغمبر اسلام د سیرت په اړه وینا وکړه خو ورسره ورسره قصدآ یا په تېروتنې کې د خدای د یو بل پیغمبر او دا مهال په نړۍ کښې د ټولو لوی مذهب یعني د عیسايي مذهب د پیغمبر عیسی په اړه وویل چې هغه په تاریخ کښې نشته.
طلعت حسین په خپل ټویټ کې د عمران خان د وینا هغه برخه خپره کړې ده چې وزیراعظم پکې وايي وړاندې هم پیغمبران تېر شوي خو په انساني تاریخ کې یې ذکر نشته او یا یې په تاریخ کې کم ذکر شوی دی.
"حضرت عیسیٰ علیہ السلام کا تاریخ میں ذکر نہیں،" وزیر اعظم عمران خاناب دیکھتے ھیں کہ ملک کے وزیر اعظم کے ایک اور تاریخی دعوے پر حکومتی نمائندگان کیا روشنی ڈالتے ہیں۔ pic.twitter.com/lTypAqbypu
— Syed Talat Hussain (@TalatHussain12) November 20, 2018
د عمران خان بیان په سوشل میډیا سختې نیوکې راپارولي دي او ګڼ شمېر خبریالانو، لیکوالانو او د تاریخ او علم سره تعلق لرونکو په دغه وینا عمران خان لپاره د ناپوه کلمه کارولې ده.
مسعود احمد چې د ازربایجان څخه یې اسلامي زدکړې کړي په خپل ټویټر پاڼې عمران خان بیان ته په ځواب کې وايي: "دا لوی جهالت دی چې عمران خان وايي پیغمبرعیسی په تاریخ کې هیڅ ذکر نشته خو حقیقت دا دی چې په قران کې د عیسی او د هغه د نوم ذکر ۲۵ ځله شوی".
#ImranKhan says Prophet Jesus (A.S) has no mention in history. This is sheer ignorance. Hazrat Isa (A.S) is being mentioned in the Holy Quran 25 times by the name Isa with various titles attached. #HazratIsa@marvisirmed @nailainayat @kashiflion pic.twitter.com/GeBvRHZJZM
— Masood Ahmed (@ahmed_masood12) November 22, 2018
د میلاد لمانځلو په لړ کې دا اړخ هم اوس هر کال زیات رابرسېره کیږي چې ګواکي په پاکستان او افغانستان دواړو کښې ځیني سني ډلې د میلاد ورځ د شعیه مسلمانانو سره د ضد په حساب لمانځي او د وخت په تېریدو سره دغه ډلې اوس په دې ورځ د عاشورا په شان مارچونه کوي.
دا هغه څه دي چې په پاکستان او افغانستان کې لس پنځلس کاله پخوا نه لیدل کیدل.