اشرف غني: د پاکستان سره د اړیکو پرمختگ دې تش پر پاڼه نه پاته کیږي

محمد اشرف غني، د افغانستان ولسمشر

واشنگتن - افغان صدر، محمد اشرف غني وایي چې د پاکستان سره یې د همکاریو په برخه کې پرمختگ، یواځې د پاڼې پر مخ شوی دی.

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني، نن د شانگهای د همکاریو د سازمان په سرمشریزه کې وویل چې د پاکستان سره د افغانستان د دوه اړخیزو خبرو اترو نتیجه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د سند لاسلیکیدل و، خو "د دغه سند نتایج هغه وخت ارزولی او سنجولی شو چې موږ پوه شو سیمه کې تاوتریخوالی څومره کم او د سولې پروسه څومره ګړندۍ شوې ده او همدارنګه د نړیوال تروریزم او نړیوالو جرمي ګروپونو په ضد څومره همکاري شوې ده."

افغان صدر دا هم وویل چې هغه "په احتیاط سره دغه هوکړه لیک ته خوشبین" دی، او دا باید په عمل کې ثابته شي چې پاکستان د دغه سند په عملي کولو کې څومره مرسته کوي.

افغان صدر وویل چې تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې کوم پرمختگ شوی دی، هغه تش د پاڼې پر مخ پاته دی. ښاغلي غني زیاته کړه: "د دواړو خواوو د جگپوړو پلاوو تگ راتگ، د خبرو اترو په میکانیزم او د پاڼې پرمخ د پرمختگ لاره هواره کړې ده. زموږ پرمختگ، تش د پاڼې پر مخ دی، هیله من یو او په احتیاط خوشبینه یو چې دغه د پاڼې پرمخ، پرمختگ په عملي ډگر کې هم ولیدل شي."

ښاغلي غني دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې ټاکل شوې ده سبا یو ځل بیا افغان پوځي او استخباراتي پلاوي پاکستان ته ولاړ شي او بیا د نهې یا سې شنبې په ورځ، د پاکستان د پوځ مشر، کابل ته ولاړ شي.

ولسمشر غني د شانگهای د همکاریو د سازمان په سرمشریزه غونډه کې دا هم وویل چې هڅه کوي له طالبانو سره دوه اړخیز اوربند وغځیږي.

د افغانستان د صدر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د شانگهای د همکاریو د سازمان په غونډه کې، حاضرو مشرانو، د افغان حکومت د سولې د پلان ملاتړ وکړ.

بل پلو د پاکستان صدر ممنون حسین هم طالبانو سره د ولسمشر غني د سولې پلان او د اوربند ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې هوکړه کړې او هیله من دی چې مثبته نتیجه به ورکړي.

د چین صدر شي جینګ پینګ هم وویل چې د شانګهای غړي هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره بشپړ ژمن دي.

د هند وزیر اعظم، نریندر مودي، بیا په افغانستان کې پر امنیتی وضعیت، ترهگري او مخ پر ودې افراطیت اندېښنه وښوده او د شانگهای سازمان له غړو یې وغوښتل چې ټول باید د صدر غني لیدلوري ته درناوی وکړي.