په افغانستان کې د سولې کاروانونه ـ د حکومت او طالبانو جوابونه

د خیبرپښتونخوا نه د کابل په لور د سولې پلی کاروان

په افغانستان کې د سولې غږونه په دې وروستیو کې زور اخیستی دی او د حکومتي هلو ځلو ترڅنگ، ځیني ولسي کړیو هم د سولې د ټینگښت لپاره کوښښونه جاري کړي دي.

د افغانستان صدر، محمد اشرف غني، پس له هغه چې په فرورۍ کې یې طالبانو ته د روغې جوړې یوه طرحه وړاندې کړه، له اختر نه مخکې یې د طالبانو پر وړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ، بیا یې دا اعلان پسې وغځاوه، او د دې ترڅنگ، افغان امنیتي چارواکو د پاکستان، سعودي عرب او نورو هیوادونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې په هکله خبرو او کتنو ته هم زور ورکړ.

د افغانستان دیني عالمانو هم غونډې وکړې او طالبان یې د سولې خبرو ته وهڅول. همدا راز په پام کې ده چې په سعودي عرب کې هم د دیني عالمانو بله لویه غونډه وشي او هغې کې د افغانستان د سولې په هکله خبرې وشي.

بل پلو د هلمند یو شمیر ځایي خلک، د سولې د کاروان په نامه له هلمند نه تر کابله خپل اوږد پلی مزل بشپړ کړ او د طالبانو او حکومت نه یې وغوښتل چې اوربند دې سره وغځوي او سوله دې وکړي.

له خیبرپښتونخوا نه د سولې کاروان

په خیبرپښتونخوا کې میشتو یو شمیر افغانانو هم د سولې کاروان جوړ کړی او دا تکل یې کړی چې له تورخم نه تر کابل پورې به، د سولې په هیله، پلی مزل کوي.

دغه افغان مهاجر، چې په سر کې پنځلس تنه و، نن د زیارت ـ پنجشنبې په ورځ له تورخم نه د جلال آباد ښار ته ورسیدل. تورخم ته په رااوښتو سره، له دغو پنځلسو ځوانانو سره، یو شمیر ننگرهار میشتي او کابل میشتي ځوانان هم یوځای شول او شمیر یې اوس لسگونو ته رسیدلی دی.

د دې کاروان یو مشر وایي چې په سر کې هم ورسره له خیبرپښتونخوا نه ډیر ملگري راغلي و، خو ځینو سره پاسپورټ نه و، نو ځکه بیرته ستانه شول.

صلاح الدین کبیر، چې له کابله د دې کاروان د هرکلي او بدرگې په مقصد ننگرهار ته تللی دی، وایي چې دوی سره د ملي پرمختگ ټولنې، د افغانستان د ځوانانو د سولې ټولنې، په ننگرهار کې د بهسودو د ځوانانو د همغږۍ شورا، او د سرخرود د ځوانانو د شورا استازي شته.

ښاغلي کبیر امریکا غږ ډیوه ته وویل چې د هلمند د سولې د ولسي حرکت، د خیبرپښتونخوا نه راغلی د سولې د کاروان، او په کابل او ننگرهار کې د میشتو مدني ټولنو غوښتنې، په جزییاتو کې ښایي توپیر ولري، خو د دغو ټولو عمومي هدف یو دی، او هغه په هیواد کې سوله او اوربند دی.

کابل میشتو میرمنو هم د هلمند د سولې د کاروان هرکلی وکړ

د حکومت او طالبانو جوابونه

کله چې د هلمند نه د سولې کاروان، یا د سولې ولسي حرکت غړو د گل ـ دوشنبې په ورځ د سلگونو کیلومټرو مزل په پښو بشپړ کړ او کابل ښار ته ورسیدل، نو د خلکو او بشري ټولنو له پراخ هرکلي سره مخ شول.

صدر غني هم د هلمند د سولې د ولسي حرکت هرکلی وکړ، ورغی، او ورته یې ژمنه وکړه چې که د سولې خبرو ته حاضر شي، نو اوربند به یو کال پورې وغځوي.

خو طالبانو د دې کاروان غوښتنو ته تر اوسه کوم روښانه ځواب نه دی ورکړی. د هلمند د سولې د کاروان یو غړي، اقبال خیبر، امریکا غږ ته وویل چې طالبانو دوی ته یو غږیز پیغام استولی، خو سم نه اوریدل کیږي. دوی بیا هم په تمه دي چې طالبان به دویم ځل ورته واضح ځواب ولیږي.

د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې، دیني عالمانو، او په افغانستان کې د ولسي کاروانونو د غوښتنو سره سره، طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه دي حاضر شوي. د طالبانو ډلې یواځې د اختر درې ورځې اوربند اعلان کړ او وروسته یې وویل چې په دې اوربند سره یې وغوښتل خپل یو موټی والی وښیي.

له اختر نه وروسته، که څه هم ولسمشر غني د حکومت لخوا اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، او د سعودي عرب د پاچا په گډون، ډیرو کسانو د اوربند د غځیدو غوښتنه وکړه، خو طالبانو بیرته خپلو پوځي عملیاتو ته زور ورکړی او په تیرو څو ورځو کې یې، په بیلابیلو ولایتونو کې لسگونه حکومتي عسکر ووژلي دي.

طالبان د افغانستان حکومت "د پردیو گوډاگی" گڼي او وایي چې که امریکا په ریښتیا غواړي د افغانستان جگړه ختمه شي، نو له دوی (طالبانو) سره دې مخامخ خبرو ته کښیني.

امریکا وایي چې حاضره ده د سولې په خبرو کې د یو اړخ په توگه برخه واخلي، د سولې د مذاکراتو ملاتړ وکړي، خو اصلي خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي.

(د امریکا غږ خبریال، ذبیح الله غازي هم د دغه رپورټ په برابرولو کې برخه اخیستې ده)