د افغانستان سولې او پخلاینې پروسه کې دې د ولس غوښتنو ته درناوی وشي: افغان مشرانو جرګه

افغان سناتوران او د سیاسي چارو څیړونکي وايي ترهغې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ مذاکرات ترسره نه شي له هغې پرته په افغانستان کې د سولې او امن راتګ امکان نه لري.

په وروستیو کې د افغانستان د سولې په تړاو د افغان حکومت، امریکا او د پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونو په څرګنده خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.

د یادو هڅو په تړاو د مشرانو جرګې غړی ګل احمد اعظمي وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې مهمې وګڼلې او زیاتوي د افغان ولس په غوښتنه دې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پیلولو درناوی دې وشي. ښاغلی اعظمي زیاتوي د دغې پرته د سولې مذاکرات به نیمګړي وي.

٫٫ افغان ولس پرخپل حکومت فشار راوستی او له همدې امله حکومت یوقوت دی نومخامخ خبرې باید له دوی سره پیل شي. له خلیلزاد سره په ناسته کې چې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او حکومتي چارواکو درلوده، له نوموړي وغوښتل شول چې پاکستان، او نړیوالې ټولنې ته ووايي چې له بین الافغاني مذاکراتو بغیر بل هیڅ شی د سولې په پروسه کې نتیجه نه ورکوي.٬٬

د سیاسي چارو څیړونکی عبدالکبیر رنجبر وايي د افغانستان له سولې سره نه یوازې د افغانانو بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونو ګټې هم تړلي دي.

د وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت نوموړي ويلي د سیمې او نړۍ هیوادونه هیڅ وخت د دې صلاحیت نه لري چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت ځای ناستي شي. رنجبر زیاته کړه که د افغان شخړې د هوارۍ لیوالتیا موجوده وي نو امریکا، پاکستان، متحده عربي امارات، چین او قطرکولی شي د خپلو فشارونو چې پر طالبانو یې لري د افغان سولې په خبرو کې ترې مثبته ګټه واخیستل شي.

رنجبر وايي: ٫٫ د افراطیت او تروریستي پیښو د رامنځته کیدو زیان پاکستان ته هم رسیږي او په دواړو ملکونو کې دغه لړۍ روانه ده نو پکار ده چې پرضد یې د افغانستان او پاکستان علماو ترمنځ یوه ګډه هماهنګي جوړه شي، وینه تویدنه وغندل شي او د سولې په برخه کې له نړۍد همکارۍ غوښتنه وکړي.٬٬

یاده دې وي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې وروستیو کې د هند، متحده عربي اماراتو او چین له سفرونو وروسته نن پاکستان ته رسیدلی. ښاغلي خلیلزاد تیره ورځ د افغان حکومت له چارواکو او د سیاسي ډلو مشرانو سره د افغان ولس په مشرۍ او ملکیت د سولې او پخلاینې په پروسې خبرې کړي دي.

د سولې روانو هڅو، د جګړې دپاېی او د اوربند په ملاتړ نن د افغانستان په کندهار، خوست او ننګرهار ولایتونو کې په زرګونو کسانو سوله ییزې مظاهرې هم کړي.

مظاهره کونکو په خپلو شعارونو کې له روانې جګړې کرکه څرګندوله او د جګړې له ټولو خواوو څخه یې غوښتنه وکړه چې سوله دې وکړي او د مذکراتو لپاره دې اوربند اعلان شي.