دافغانستان عامي روغتیا وزارت: په افغانستان کې دپولیو د کیسینو لامل روانه جګړه ده

دعامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې دپولیو دکیسینو دپیداکیدو لامل روانه جګړه ،دخلکو دپوهې دکچې ټیټوالی اود ډیورنډ په کرښې دولسونو تګ راتګ دپولیو ویروس لیږد ته زمینه برابرکړې ده

داکتوبر۲۴ چې دپولیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده دافغانستان په پلازمینې کابل کې د عامې روغتیا وزارت لخوا ولمانځل شوه.

دپولیو دنړیوالې ورځې په مناسبت د جوړې شوې غونې پرمهال دافغانستان د روغتیا وزارت مرستیالې ډاکتر ماموسۍ زیورپه افغانستان او پاکستان کې دپولیو ناروغۍ په ختمیدو ټینګار وکړ.

نوموړې وویل ترڅو چې یوه پیښه هم دپولیو په نړۍ کې موجوده وي د ځمکې پرمخ دپولیو ناروغۍ نه شي ختمیدلی.

زیوروايي دنړۍ په کچه ۸۰ فیصده دپولیو مثبتې پیښې په پاکستان کې دي او ۲۰ فیصده یې په افغانستان کې دي نو په همدې خاطر که یوکیس هم په ټوله نړۍ کې موجود وي نومعنی دا ده چې له نړۍ څخه دپولیو محوه یا ریډیکشن نه کیږي.

نوموړې وايي د دې لپاره چې په افغانستان کې دپولیو ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي دنړیوالې ټولنې همکارۍ اړینه ده.

ډاګتر ماموسۍ زیور نړیوالې ټولنې ډاډ ورکړ چې دعامې روغتیا وزارت دنړۍ په همکارۍ دپولیودمخنیوي لپاره د ټولو برناموعملي کیدوته ژمنه ده.

دعامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې دپولیو دکیسینو دپیداکیدو لامل روانه جګړه ،دخلکو دپوهې دکچې ټیټوالی اود ډیورنډ په کرښې دولسونو تګ راتګ دپولیو ویروس لیږد ته زمینه برابرکړې ده.

دافغانستان دپولیو دپروګرام مشر لطف الله ستانکزي دپولیو دنړیوالې ورځې دلمانځلو پرمهال ډیوې ته وویل دامهال دکابل او اسلام اباد ترمنځ دپولیو له دمنځه وړلو او دمخنیوي لپاره همغږي شتون لري.

نوموړی وايي په پاکستان کې دروان ملادي کال پرمهال دپولیو ۷۵ مثبتې پیښې رامنځته شوي چې یوازې ۵۵ یې له خیبرپښتونخوا څخه دي.

نوموړي وویل:((افغانستان اوپاکستان هغه دوه هیوادونه چې دپولیو له خطرسره مخامخ دی او ماشومان یې فلج کیږي نو دوی ترمنځ هماهنګي اړینه ده او رامنځته شوې هم ده دپاکستان دعامې روغتیا وزارت سره همغږي لروجلسې کووپه تورخم سپین بولدک، نواپاس غلام خان کې دپولیو ټیمونه ځای پرځای شوي دي تګ راتګ پروخت ماشومانو او لویانو ته دپولیو څاڅکي ورکول کیږي اودپولیو کمپاینونه هم د دواړو هیوادنو لخوا همغږي شوي اوپه عین زمان کې پلي کیږي.))

دافغانستان لپاره دیونسیف ادارې استازې لورانس دپولیو دنړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل دافغانستان ډیرې برخې دپولیو ناروغۍ له ستونزو پاکې شوي خوختیځ او جنوبي سیمو کې لاهم دپولیودویروس خطرونه موجود دي پروړاندې باید ټولې هڅې همغږي شي.

نوموړې ژمنه وکړه چې یونیسف اداره به په افغانستان کې دپولیو دله منځه وړلو لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړي وویل((دپولیو له منځه وړل دیونیسف ادارې لپار لومړیتوب دی او تعهد لرو چې دا ناروغۍ له منځه یوسو او دیونیسف دعمومي رییس په استازیتوب یوځل بیا غواړو چې خپله ژمنه تازه کړو چې مونږ ددې ناروغۍ له دمنځه لپاره همکارپاتي کیږو.)

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت وايي په هیواد کې دپولیو ناروغۍ دله منځه وړلولپاره دنړیوالې ټولنې په مرسته دوه ځانګړې ستراتیژۍ جوړې شوي چې هغه د ټرانزیت (پي ټي ټي) ټیمونه او په هلمند او کندهار ولایتونو کې د۵۳ روغتیايی نویو جوړشویو روغتیايي مرکزونو څخه دپولیو ناروغۍ مخنیوی کورکیږي.

دوزارت د چارواکوپه وینا په دې نوی ستراتیژۍ کې په افغانستان کې ماشومانو ته دخولې دلارې ماشومانو ته دپولیود څاڅکو ورکولو په ګډون دشري واکسین اود رزق (پیچکاری) دلارې پولیو واکسین اوکورنیوته روغتیايي کیټونه هم ورکول کیږي.

د روغتیا چارواکي وايي که جګړه په افغانستان کې پای ومومي او شاوخوا ۵ میلیونو ماشومانو ته دپولیو رسولودلاس رسي زمینه برابره شي دیوه کال په موده کې له دې هیواد څخه دپولیود ویروس تغر ټولیدلی شي.

دافغانستان دعامې روغتیا وزارت مرستیاله ډاکتر ماموسۍ زیور وايي پولیو بې طرف پروګرام دی د اووسله وال مخالفین او افغانۍ کورنۍ باید دپولیو دکمپاینونو په عملي کیدو کې مرسته وکړي اوترڅو افغان ماشومان له فلج کیدو څخه وژغورل شي.

افغان چارواکي وايي د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې ۱۹ ماشومان دپولیو ویروس له امله فلج شوي دي چې ۸ماشومان په ارزګان،هلمند کې ۵ کنړ،ننګرهاراو پکتیکا ولایتونو کې۳ اودکندهارپه ډنډ ولسوالۍ کې دپولیو دیوې تازه مثبتې په رامنځته کیدو سره په دې ولایت کې دپولیو په ویروس دخته شویوماشومانو شمیر ۳ تنو ته ورسید.