محمداشرف غني: د ځانمرګي اونورو بریدګرو ځای جهنم دی

Britain's Queen Elizabeth II meets with U.S. President Joe Biden and First Lady Jill Biden in the Grand Corridor at Windsor Castle, Windsor, England.

جمهور رییس محمد اشرف غني د کارملي کنفرانس د پای په مراسمو کې ویلي په افغانستان کې د بنده بندګي اود ازادی ترمنځ جګړه ده او افغانان به هیڅ وخت دبنده بنده ګي ته تسلیم نه شي.

نوموړي دکابل، خوست او کندهار ولایتونو کې پرخبریالانو اود رسینو په کارکوونکود ځانمرګي او وسله وال بریدونو ته په اشارې سره ووویل داقلیت یوه کوچنی ډله چې د نشه یي توکو او د نورو د بندګۍ پرمټ رامنځته شوې، دسیاسي حل لارې دمخنیوي اودجګړې د دوام لامل نه شي ګرځیدلی.

افغان صدر وویل په افغانستان کې د ازادي او بندګي ترمنځ جګړه ده، یوواضحه انتخاب دی، د ازادي خوښوونکی ملت په ازادي کې ژوند کوي او که یوکوچني اقلیت ته تسلیمیږي چې د بنده په حیث ژوند وکړي که د هغوی دا غوښتنه وي چې د بنده بنده ګي قبوله کړي هیڅ وخت به یې قبول نه کړي.

جمهور ریس وویل د ترهګرولخوا د جګړې د دوام مشروعیت په بشپړډول معلوم دی اوپه پاکستان، سعودي عربستان، مصراو په ټوله اسلامي نړۍ کې یې پرضد دعلماوو لخوا دفتواګانوپه صادریدلو سره اسلامي ارزښتونو خلاف بلل شوې.

نوموړي وویل د ځانمرګي اونورو بریدګرو ځای جهنم دی اودهغوی چې ذهنونه یې منځل شوي او فکرکوي چې هغوی به جنت وویني دشریعت له نګاه نه دهغوی پرضد دجنت دروازې بندې دي.

جمهور رییس غني د کارملي کنفرانس کې پرخبریالانو شوي بریدونه وغندل اود وژل شویو خبریلانوله کورنیوسره یې د غم شریکۍ اظهار وکړ.

په کابل کې پرون سهار د داعش ډلې لخوا له لومړي ځانمرګي برید وروسته دویم ځانمرګۍ برید پرخبریالانو درسنیوپه کارکوونکو ترسره کړ.

په دې برید کې د اې ایف پي فټوګرافرافسر شاه فیضي، دتلوع نیوز کمره مین یارمحمد توخي، د ازادی رادیو درې خبریالان اوکارکوونکي محرم دراني، عبیدالله حنازی، سباون کاکړ، د یک تلویزون دوه کارکونکي نوروز علي رجبي اوغازي رسولي، مشعل تلویزیون علي سلمي او سلیم تلاش خپل ژوند له لاسه ورکړ همدارازتیره ورځ په خوست کې د بي بي سي محلي خبریال احمدشاه او تیره اونۍ په کندهار کې دکابل نیوزخبریال عبدالمنان ارغند د نامعلومو وسله والو په بریدونوکې د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې.