د افغانستان په صدارتي انتخاباتو کې رای اچونه پېل شوه

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د چارواکو او مسولینو د معلوماتو له‌ مخې د ټاکنیز بهیر له پای ته رسیدو ۴۸ ساعته وروسته به د رای ورکوونکو شمیر اعلان شي

د افغانستان په صدارتي انتخاباتو کې نن د خالي یا شنبې په ورځ د رای اچونې بهیر پېل شو.

د سرښار کابل په شمول په ټول هیواد کې د امنیت کلک اقدامات پرځای کړی شوې دي.

د کابل څخه د وي او ای ډیوه خبریالا حقمل روان وویل امنیتي عسکر د رای اچونې په مرکزونو د خلکو تلاشي اخلي او بیا ورته د دننه تگ اجازت ورکوي.

په کابل کې د عامو موټرو په تگ راتگ بندیز و. یوازې هغه موټرې چلېدلی شوې چې د انتخاباتو په لړ کې ورته خصوصي اجازتنامې مورکړې شوي وې.

په کابل کې عامه رخصتي وه، سکولونه او حکومتي دفترونه تړل شوي وو.

په انتخاباتو کې د موجوده ولسمشر اشرف غني په شمول ١٥ کاندیدان پخپل منځ کې سیالي کوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي په سر ښار کابل کې به ۵۵۸ رایې مرکزونه، په کندهار کې ۱۹۰، هلمند کې ۱۲۴، ننګرهار ۴۱۷، پکتیکا ۱۸۴، بامیان ۲۲۰، هرات ۳۲۶، بلخ ۲۹۱ او په ټول افغانستان کې به ۴۹۲۸ د رایې اچونې مرکزونو کې د رايې ورکولو عمل پیلیږي او د ماسپښین په درې بجې به سر ته ورسول شي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د چارواکو او مسولینو د معلوماتو له‌ مخې د ټاکنیز بهیر له پای ته رسیدو ۴۸ ساعته وروسته به د رای ورکوونکو شمیر اعلان شي.

ډ ټاکنو امنیت:

د افغانستان امنیتي ادارو د ټاکنو د ښه تر سره کیدو په هدف د امنیتي ګامونو ډاډ ورکړی او زیاتوي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره ۱۰۰زره امنیتي سرتیري ګمارل شوي دي.

په ټاکنو کې د ښځو ونډه:
ښځې د افغانستان د نفوس مهمه برخه تشکیلوي او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، ښځې لکه سړي حق لري ترڅو د ټاکنو په بهیر کې رايه ورکړي او د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي.

کوم کسان کولی شي چې رايې ورکړي؟
هغه کسان چې د رايې اچونې په شرایطو برابر وي اصلي تذکره‌ یې د نوم ثبتونې تصدیق ولري، د افغانستان تبعه، د محکمې له خوا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ نه وي محکوم شوی. حق لري چې خپل نوم د رايی ورکوونکي په توګه ثبت او په ټاکنو کې کډون وکړي.

ولسمشریزو ټاکنو څخه به د شاوخوا یوسل او پنځه څلویښت زرو څارونکو، د ګوندونو او نوماندانو استازي څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې هوا عالم نورستانۍ وییلي:"د ټاکنو پروسې د شفافیت لپاره له بایومټریک دستګاو څخه استفاده کېږي، او دغه ستګاوې، د درغلیو د مخنیوي لپاره چمتو شوي دي ."دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کېدو ټینګار کړی و.