د میدان وردگ ولایت په جلریز ولسوالي کې سخته جگړه روانه ده

Afghanistan National Army

افغان ځواکونو په هغو سیمو کې چې طالبانو پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه کړي دي، اوربند ختم کړی او د طالبانو پرضد یې پوځي عملیات پیل کړي دي.

دفاع وزارت وایي ولسمشر محمد اشرف غني افغان پوځ ته امرکړی چې په هغو کسانو رحم ونه کړي چې د افغانستان ملي ګټو او افغان ولس پر وړاندې ګواښونه رامنځته کوي.

افغان امنیتي چارواکي وایي چې په میدان وردگ ولایت کې د افغان امنیتي سرتیرو او د طالبانو ترمنځ د شوې جګړې شاوخوا ۲۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي چې د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ اړوند، د کوټه اشرو، زیوالات، اوپل هوايي سیمو کې افغان کمانډو او نورو امنیتي سرتیرو د طالبانو پرضد ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.

نومړي زیاته کړه چې اوس مهال په سیمه کې سخته جګړه روانه ده او طالبانو د جلریز ولسوالۍ په عمومي سړک چې بامیان ولایت له میدان وردګو ولایت سره نښلوي په غځیدلي سړک او شاوخوا سیمو کې ماینونه خښ کړي او په غرنیو او ځنګلي سیمو کې پټ شوي طالبان مقاومت کوي.

افغان صدر وروسته له هغې امنیتي ځواکونو ته د وسله والو پر ضد د پریکنده غبرګون امر وکړ چې طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند پای ته رسولو وروسته، د تیرې جمعې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکزونو او امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

طالبانو ویلي په میدان وردګ ولایت کې یې لس امنیتي او پوځي ځایونه له افغان ځواکونو څخه نیولي دي او ترڅنګ یې افغان امنیتي سرتیرو ته د درنې مرګ ژوبلې د رسیدو ادعا کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه ویلي دنن ورځې دشوې جګړې له امله افغان پوځیانو ته تلفات نه دي اوښتې خو تیره ورځ دافغان پوځ دکشف دکنډک قومندان له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

رادمنش زیاته کړه:«په میدان وردګو کې د دښمن ۲۵ تنه چې ۴ تنه یې قومندانان دي وژل شوي، او لس نور طالبان ټپیان شوي دي.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي چې په نورو سیمو کې، د طالبانو پر وړاندې د حکومت اعلان شوی اوربند لا نه دی ختم شوی او حکومت د دغه یو اړخیز اوربند کلک خیال ساتي.