ولسمشر غني وایي چې د سولې په هکله فرضیې باید بدلې شي ـ نیویارک ټایمز

په امریکا کې د نیویارک ټایمز اخبار، د شورو ـ چهارشنبې ورځې په گڼه کې، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په قلم یوه لیکنه خپره کړه. په دې لیکنه کې، افغان ولسمشر یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې هغه وړاندیز دې ومني کوم چې په فرورۍ میاشت کې یې دوی ته کړی و، او لیکلي یې دي چې " زه به د طالبانو له مشر، ملا هبت الله آخندزاده سره په هر ځای کې چې هغه غواړي، خبرو ته کښینم."

ولسمشر غني پخپله لیکنه کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې: "د خبرو اترو لپاره د یو ځای پر ټاکلو راضي شئ او په ښه نیت سره د مذاکراتو په یو رسمي بهیر کې برخه واخلئ".

ښاغلي غني لیکلي چې افغان او بهرنیو څارونکو او تحلیل کارانو ویل چې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جگړې دا هیواد دومره ټوک ټوک کړی چې خلکو ته یې د روغې جوړې او د یو بل منل به خورا سخت وي. د صدر غني په وینا، بل اټکل دا و چې طالب جنگیالي به هیڅ کله هم له جگړې لاس وانخلي او خپلو هیوادوالو ته به غیږه نه پرانیزي. افغان ولسمشر زیاتوي چې د اختر د ورځو ډزبندي او د خلکو ولولو دا وښوده چې افغانان کولای شي خپل منځ کې سوله وکړي.

افغان صدر لیکلي چې: "د افغانستان د ولسمشر په حیث، ترټولو سخت تصمیم چې کوم ما نیولی دی، هغه دا و چې له خپلو خلکو وغواړم چې د تحلیل کارانو او څارونکو فرضیو په ردولو کې، زما سره ودریږي. ډزبندي دا ثابته کړله چې د افغانانو پوهه، د نورو ټولو کسانو پر اټکلونو غوره وه."

ولسمشر غني زیاته کړې چې که څه هم د اختر د درېیو ورځو ډزبندي، خلکو ته لنډه خوشحالي ورکړله، خو "همدغو درېیو ورځو وښوده چې موږ باید په افغانستان کې د سولې په هکله خپلې فرضیې بدلې کړو".

د ولسمشر غني په قلم، د نیویارک ټایمز ته په لیږل شوې لیکنه کې راغلي چې د جگړې دوام، چې ډیر ملکي وگړي په کې مري، د سولې د لارې د خطرو په پرتله، افغانانو ته درنې تمامیږي او "افغان حکومت، زموږ نړیوال ملگري، او افغان طالبان باید د سولې د دغو ورځو نه سبق واخلي."

محمد اشرف غني زیاته کړې چې "سوله، په جگړې کې د دخیلو مشرانو د پاره، د ارادې او انسانیت مکرره آزموینه ده." هغه همدا راز د سولې لپاره د ولس غوښتنو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې د له هلمند نه کابل ته د سولې راغلي کاروان سره یې په لیدلو کې، د هغو غوښتنې منلي او همدا و چې حکومتي ډزبندي یې لس ورځې نور هم وغځوله.

صدر غني د طالبانو له مشرتابه غو‍ښتي چې هغوی دې هم د سولې ولسي حرکت له غړو سره په احترام رفتار وکړي او د هغوی غوښتنې دې ومني.