د ملگرو ملتونو خاص استازي د طالبانو د پریکړې په هکله سخت خفگان وښود

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی، تادامیچي یاماموتو

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی، تادامیچي یاماموتو، پر دې خبرې سخت خفگان ښودلی چې طالبانو اوربند ونه غځاوه او د جنگ د ختمولو لپاره یې له تیارې موقعې نه کار وانه خیست.

ښاغلي یاماموتو، چې د نهې ـ سې شنبې په ورځ یې په نیویارک کې د ملگرو ملتونو امنیتي شورا ته د افغانستان په هکله معلومات ورکول، وویل چې د اختر په درېیو ورځو کې، افغانان ډیر زیات خوشحاله ول، ځکه پس له اوولسو کلونو، د حکومت او طالبانو ترمنځ ډزبندي شوې وه. خو یاماموتو زیاته کړله چې طالبانو بیرته د جگړې د دوام تصمیم نیولی دی.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړې استازي وویل: «ما ته ډیر د خفگان خبره ده چې طالبانو د جگړې د ختمیدو او د تشدد د کمیدو لپاره، له موقعې نه کار وانه خیست. د جنگ د دوام لپاره د هغو تصمیم یوازې د ملکي وگړو رنځ او کړاو ډیروي.»

تادامیچي یاماموتو په افغانستان کې د سولې د پاره وروستۍ هلې ځلې یادې کړې او د امنیتي شورا غړو ته یې، د هلمند نه کابل ته د تللي سولې کاروان، او د سولې لپاره د نورو حرکتونو یادونه وکړله. هغه ټینگار وکړ چې په افغانستان کې د جنگ د ختمیدو په خاطر په کار ده چې "افغانان پخپل منځ کې سره خبرې وکړي" او طالبان یې وهڅول چې د افغان حکومت سره دې مذاکرې ته کښیني.

د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا په دې غونډه کې د افغانستان سفیر، محمود صیقل هم وینا وکړه. هغه د افغان حکومت دریځ څرگند کړ، او د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستیو اړیکو، او د افغانستان ـ پاکستان د سولې پر ایکشن پلان باندې د دواړو هیوادونو د کار کولو په اړه معلومات ورکړل.

صیقل وویل چې د پاکستاني طالبانو د مشر، ملا فضل الله په وژلو کې، افغان ځواکونو غټ رول درلود. او دا ښیي چې افغانستان له ترهگرو ډلو سره "یو شان او په دقت" مقابله کوي، او د دغو ډلو ترمنځ "توپیر نه کوي".

بل پلو بیا په ملگرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازې، ملیحه لودي، وویل چې د ترهگرو ډلو سره د مبارزې اغیزمنه لار دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد، په کلکه وساتل شي او د دواړو هیوادونو لخوا پر پوله د ترهگرو د تگ راتگ د مخنیوي انتظام ونیول شي.

ملیحه لودي پر دې هم ټینگار وکړ چې په افغانستان کې دې هم طالبان او هم حکومت، د سولې خبرو اترو ته ځانونه ژمن کړي.

د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا غړو، په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړ، او پر دې ټکي یې هم ټینگار وکړ چې د سږ کال د انتخاباتو بریالي ترسره کیدل به د افغانستان د راتلونکي سیاسي ثبات لپاره ډیر ارزښت ولري.

د امنیتي شورا ځینو غړو هیوادونو دا اندیښنه هم وښوده چې د افغانستان په ځینو سیمو کې امنیتي ستونزې به ددې باعث شي چې په انتخاباتو کې د ناامنو سیمو گڼ شمیر خلک ونډه وانخلي، او دا کار بیا کیدای شي د انتخاباتو پر نتایجو بده اغیزه واچوي.