اشرف غني:سوله مو دافغانستان دسیاست په اصلي موضوع بدله کړه

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په مذاکراتو کې دسولې په تړاو مهموپرمختګونو خبر ورکړ

دافغانستان ولس مشر محمد اشرف غني وايي په تدبیرسره سوله د افغان ولس غوښتنه ده.

نوموړي په ارګ کې د حزب وحدت دپخواني مشرعبدالعلي مزاري د وژل کیدو د ۲۴ تلین د لمانځلو په غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ جوړه شوې وه وویل په افغانستان کې دایمي او سرتاسري سوله غواړي.

اشرف غني وویل، "دا مونږ وو چې نوره دنیا موله طالبانو سره دسولې خبرو ته وهڅوله او سوله مو له یوه زمني موضوع دافغانستان د سیاست په اصلي موضوع بدله کړه."

دا په داسې حال ده چې دقطر په دوحې ښار کې دافغان سولې لپاره دامریکا او طالبانو ترمنځ پیل شوي مذاکرات چې ۱۶ ورځې دوام وکړ دسه شنبې په ورځ پای ته ورسیدل.

دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر په مذاکراتو کې دسولې په تړاو مهموپرمختګونو خبر ورکړ.

نوموړي په خپل ټویټ کې ویلي،د ترهګرۍ ضد د ډاډګیرنې ترلاسه کیدل ،له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل،دافغانانو ترمنځ دخپل منځي خبرو اوسرتاسري اوربند هغه مهم څلور موضوعات دي چې هوکړې ته پرې رسیدل اړین دي.

خلیلزاد ویلي دسولې مذکراتو دپنځم پړاو په پایله کې له طالبانو سره پردوو مسایلو له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتو او له ترهګرو ډلو سره دطالبانو درابطې په قطعه کیدو د هوکړې مسودې ته رسیدلی دی.

دسولې په خبرو کې د امریکې استازي وویل دافغان حکومت او طالبانو تر منځ د سیاسي روغې جوړې لپاره مذاکرات او همدارازدسرتاسري اوربند په تړاو بحث او خبرې هغه مهال پیلدونکي دي چې له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دوتلو په مهال ویش او همداراز دترهګرۍ پرضد دمبازې وروستي هوګړه له طالبانو سره ترسره شي.

طالبانو هم په یوې اعلامیه کې وویل له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو په وتلو اود ترهګرو لخوا دافغانستان خاوره دنورو پرضد دنه استعمالیدو پرموضوع توافق شوی اوشوي پرمختګونه له خپلو مشرانو سره شریکوي.

دافغانستان اجراییه ريیس ډاکتر عبدالله عبدلله نن د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وویل که دقطر په خبرو کې طالبانو په ریښتیا هم له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره داړیکو په ناستو موافقه شوي وي دا یو ښه خبر دی.

نوموړي وویل "داسې ویل کیږي چې طالبانو په دې موافقه کړې چې نور له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ نه کوي او نور له هغوی سره اړیکې نه ساتي په شمول د القاعده ډلې او له هغوی سره مقابله کوي دا خبرچې خپور شوی او که چیرې واقعیت ولري او زه امید لرم چې همداسې به وي دافغانستان د مشکلاتو یوه برخه به هواره شی او دا دافغانستان دخلکو لپاره یو ښه خبر دی."

دقطرپه پلازمینې دوحه کې دامریکا دپلاوي او دطالبانو داستازو ترمنځ دسولې مذاکرات چې نږدې ۱۶ ورځې وړاندې پیل شوي و افغان حکومت ویلي ،هیله مندي چې د همدې مذاکراتو په په پایله کې بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

پاکستان او چین هم وړمه ورځ په کابل کې دافغان حکومت په ګډون د درې اړخیزې غونډې پرمهال دسولې له روانو مذاکراتو ملاتړ څرګند کړی و او ویلي و روان مذاکرات به دافغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو ته زمینه برابره کړي.