ناټو:په افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان وژل شوي

دامریکا دوه تنه پوځیان په داسې حال وژل شوي چې د رویټرخبري اژانس د راپورونو په بنسټ د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې دوژل شویو امریکايي سرتیرو شمیر ۹ تنو ته ورسید

افغانستان کې د ناټو ځواکونودا خبره منلې چې دوه تنه امریکايي پوځیان له ترهګرۍ سره د دروانې جګړې پرمهال وژل شوي دي.

دناټو دغوڅ ملاتړ مامویت داخبره په یوې خپره شوې خبرپانه کې نن د چهارشنبې په ورځ کړې ده او ویلي دي چې دا سرتیري د جون په ۲۶ له ترهګرو سره په جګړه کې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

د دې سرتیرو دوژل کیدو د ځای په تړاو ناټو په خپله اعلامیه کې څه نه دي ویلي خو طالبانو ویلي چې په میدان وردګو ولایت کې دوه امریکايی پوځیان دیوه کمین په ترڅ کې وژلي دي.

دا په داسې حال ده چې دامریکا متحدو ایالتونو دبهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلي او دافغان سولې په تړاو یې دولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له ګڼو افغان چارواکو سره لیدلي دي.

دامهال په افغانستان کې دافغان حکومت دکورنیو او بهرنیو بیلابیلو وسله والومخالفینو پرضد دافغان ځواکونو دروزنې پرچارو د دامریکا متحده ایالت شاوخوا ۱۴ زره سرتیري بوخت دي.

دامریکا دوه تنه پوځیان په داسې حال وژل شوي چې د رویټرخبري اژانس د راپورونو په بنسټ د ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې دوژل شویو امریکايي سرتیرو شمیر ۹ تنو ته ورسید.