پاکستان ته په ماتې ورکولو د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د درې اړخیزه سیالیو لړۍ وګټله

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په پاي لوبه یا فاینل کې پاکستان ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړې اؤ د افغانستان، پاکستان او متحده عرب امارات ترمنځ درې اړخیزه د لوبو لړۍ یې ګټلې ده.

د نهې یا سه شنبې په ورځ په دوبۍ کې د آي سي سي کرکټ په اکیډمۍ کې ترسره شوې د پاکستان اؤ افغانستان په فاینل سیالۍ کې د افغانستان لوبډلې وړومبی بیټنګ وکړو اؤ په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په تاوان ۲۵۰ مندې جوړې کړې اؤ پاکستان ته یې د ۲۵۱ منډو هدف ورکړو.

د افغانستان په پاڼۍ کې برکت الله ابراهیم زي ۷۹ اؤ نظیف امیري ۵۶ ،منډې جوړې کړې اؤ دا دواړه لوبغاړي د ۱۳۰ ګډو منډو په جوړولو وتوانېدل.

د افغانستان بل لوبغاړي فیصل شینو زاده ۴۱ منډې جوړې کړې .

د پاکستان له لوري علي رضا اؤ عبدالسبحان درې،درې افغان لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان د ۲۵۱ منډو د هدف په تعقیب کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۲۹ منډو په ۴۸م اوور کې وسوځېدله اؤ داسې افغانستان پاکستان ته په ۲۱ منډو د ماتې ورکولو سره د ۱۹ کلنو د ټراینګولر کرکټ د سیالیو دا لړۍ وګټله.

د افغان لوبډلې نصیر معروف خېل او نصر الله نورستاني دوه،دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د لوبو دا درې اړخیزه لړۍ شاوخوا دوې اونۍ مخکې پیل شوې وه. هرې لوبډلې له بلې سره دوه، دوه لوبې وکړې، افغانستان یوازې یوه لوبه وبایلله او د پایلوبې په ګډون یې څلور لوبې وګټلې.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به د همدې میاشتې په وروستیو کې د ۱۹ کلنو لوبډلو د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون کوي، چې له بنګله دېش، سريلنکا او نیپال سره به لوبې کوي.