طالبانو په وردگ کې دوه څلویښت صحي کلینکونه تړلي دي

د افغانستان په وردګ ولایت کې وسله والو طالبانو په ځینو سیمو کې صحي مرکزونه بند کړي دي. په وردگ کې کې د روغتیا په چارو کې یوازېنۍ مرسته کوونکې موسسه، د افغانستان دپاره د سویډن کمیټه ده چې ۷۷ روغتیايي مرکزونه لري.

په افغانستان کې د سویډن موسسې ویلي طالبانو په دې ولایت کې روغتیايي مرکزونو د تړولو ګواښ کړی او دوی هم اړشوي چې په دې ولایت کې له ۷۷ کلینکونوڅخه ۴۲ یې وتړي.

تړل شوي کلینکونه د وردگ ولایت له ۹ ولسوالیو څخه په ۶ ولسوالیو کې فعاله و او خلکو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کول.

دې موسسې په یوې خپره شوې اعلامیه کې د کلینکونو په تړل کیدو انديښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په تړل شویو روغتیايي مرکزونو کې هره ورځ د زرګونو کسانو درملنه کیده.

د سویډن موسسې ویلي په تړل شویو کلینکونو کې هر ورځ د شاوخوا ۵۷۰۰ کسانو درملنه کیده.

د روغتیا په چارو کې مرسته کوونکې ادارې په وردگ کې د روغتیايي کلینکونو تړل کیدل د ټولو نړیوالو او بشري قوانونو خلاف ګڼلی او د جګړې له ښکیلو خواو نه یې غوښتنه کړې چې د دې مرکزونو امنیت ساتلوته خاصه توجه وکړي.

د طالبانو د ګواښ له امله په وردګ ولایت کې تر نیمايي زیات روغتیايي کلینکونه په داسې حال تړل شوي چې ۸ ورځې وړاندې د دې ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي و.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویلي طالبانو وروسته له هغې په دې ولایت کې روغتیايي خدماتو د بندولو ګواښ وکړچې دایمیرداد ولسوالۍ اړوند په تنګي سیدان سیمه کې د یوه کلینک۴ کارکوونکي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.

د میدان وردګو سیمه ییزو چارواکو هم ویلي چې په هغو ولسوالیو کې چې روغتیايي کلینکونه تړل شوي، د امنیت دساتلو ته به یې ځانګړې پاملرنه کیږي او په نږدې وخت کې بیرته پرانستل شي.