اوکراین کې ګېر افغانان: " له یوې جکړې وتښتيدو او په بلې کې ونښتو"

د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د اوکراین د لویف ښار په رېل سټېشن کې افغانان ښودل کېږي چې د اوکراین نه د وتلو کوښښ کوي

پر اوکراین د روسیې له یرغل یوه اوونۍ وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده او په اوکراین کې سلګونه افغانان د خپل تحفظ په خاطر له دې هېواده د وتلو هڅه کوي.

تېر کال کله چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په سلګونو افغانان د وتلو د هڅو په ترڅ کې اوکراین ته ورسېدل، ډېری دغه افغانان له جګړې تښتېدلي او اوس په یوې بلې جګړې کې ګېر شوي دي.

په اوکراین کې د ډیرو نورو په څېر، رڼا الوت د خپل میړه او زوی سره یو اورګاډی ته وخته چې له هېواده ووځي او د ډیر ستونزمنه سفر وروسته د فبرورۍ په ۲۸مه پولنډ ته ورسېده.

"زما درې کلن زوي ډیر وېرېدلی وو، کله به چې د بمونو غږ واورید نو ډیر به وارخطا شو، خو ما به ورته د ارام ورکولو لپاره وییل چې دا پوقاڼۍ چوي نو د هغه غږونه دي."

۲۶ کلنه رڼا، ۶ کاله وړاندې د یو ښه راتلونکي په تکل له افغانستانه کوچېدلې وه او د اوکراین په ادیسه ښار کې ځای پر ځای شوې وه.

"دا یو ډیر بد احساس دی. زه دلته د ارمانونو سره راغلې وم او هیله مې لرل چې خپلې لوړې زده کړې به سر ته رسوم خو له بده مرغه دلته هم د دې بدبختۍ سره مخ یم؛ زه د خپلې کورنۍ لپاره ډیر اندېښمنه یم او اوس باید له سره بل نوی ژوند دلته پېل کړم. دا ډیر ګران کار دی."

۲۰ کلن ثناالله تصمیم شپږ میاشتې وړاندې مسکو ته د طبي زده کړو د بشپړولو په موخه له افغانستانه وتلی وو، خو د افغانستان د حکومت له سقوط وروسته د هغه د زدکړې بورسیه هم نه وه پاته، نو خپلې زده کړې یې پیل نشو کړای او د کار او پیسو ګټلو لپاره چې وتوانیږي زده کړې ترسره کړي اوکراین ته لاړ.

"زه له یوې جګړې وتښتېدم او ان تر دې ځایه مې مزل وکړ چې وتوانیږم درس ووایم او اینده جوړه کړم خو دلته هم په جګړې کې راګېر شوم."

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوس کمینسکي د فبرورۍ په ۲۴مه رسنیو ته وویل چې پولنډ به د ۳۳۲ میله سرحد په اوږدو کې د اوکراین څخه راتلونکي ټولو کډوالو پر مخ خپلې دروازې پرانستلي‌ وساتي.

ثناالله تصمیم د فبرورۍ په ۲۸مه پولنډ ته ورسېدئ.

"ما په لاره هر څه له لاسه ورکړه، خپل فون، پیسې او د جامو بېګ. خو زه اوس هم خوشحاله یم چې یو خوندي‌ ځای ته راورسېدم."

یو افغان کډوال صبورشاه داودزی چې په خپله هم شپږ میاشتې وړاندې پولنډ ته راغلی اوس د اوکرایني کډوالو لپاره د خوراکي توکو او جامو په ټولولو بوخت دی. ښاغلي‌ داودزي ډیوې ته ووییل چې هغه د اوکراینیانو درد احساسوي.

"د اوکرایین د هغو انځورونو لیدل چې خلکو په سټېشنونو کې پناه اخیسته، ما ته د کابل د هوايي ډګر حالت رایادوه چې د سقوط پر مهال د افغانانو وو. دا وضعیت زما سترګو ته اوښکې راوړي. د اوکرایین د خلکو درد او وضعیت له موږ څخه بل هیڅوک بهتره نه شي احساسولی."

جاوېد حقمل چې د افغانستان په کندهار ولایت کې د کاناډایانو سره د ترجمان په توګه کار کاوه، یو له هغو کسانو څخه و چې د افغان حکومت د سقوط وروسته د اوکراین د ځانګړو ځواکونو له خوا ایستل شوی وو.

حقمل د ډیوې سره خبرو تر وخته له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره پولنډ ته په لاره وو، چې له کېیف ښار څخه ووځي.

"مونږ لا هم سرحد ته نه یوو رسیدلي، نه پوهیږم چې ور وبه رسیږو که نه؟ هغوی به مو پولنډ ته پریږدي که نه؟ هلته به ومنل شو که نه؟ دا ټولې پوښتنې مې په ذهن کې ګرځي."

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر اساس په نړۍ کې دا مهال تر ۲.۶ میلیونه هم زیات راجسټر شوي‌ افغان کډوال دي چې له تیرو ۴۰ کلونو راپدې خوا د جګړې، د لوږې، او غربت ښکار دي. دا مهال افغانستان کې یو بل بشري‌ ناورین هم رامنځ ته شوی چې خلک یې کډوالۍ ته اړ کړي.

د واشنګټن پوسټ د یو راپو له مخه تر دا دمه له ۴ لکه هم زیات شمېر اوکراینان له هېواده وتلي او نورو اروپايي هېوادونو ته یې پناه وړې. او دا مهال په سلګونو افغانان له اوکرایینه د وتلو هڅې کوي.