زاخېلوال: د افغان کډوالو خپل وطن ته په ستنېدو کې خیر دی

د تیر کال په دې تصویر کې افغان کډوال په پېښور کې د یو مرکز نه هېواد ته د بیرته تگ تیاری کوي

په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلي عمر زاخیلوال ویلي د کډوالو په ستنېدو کی د هېواد خیر ویني نو ځکه هم دوی بیرته تګ ته هڅوي او له خپلو اړوندو مسئولو ادارو څخه د هغوی لپاره بهتر انتظام او تیارۍ غواړي.

ښاغلي زاخېلوال ویلي که څومره هم کډوال په پاکستان کې په امن اوسي، خو کډوال کډوال دی او پردی کټ د نیمې شپې دی. هغه زیاتوي:

"افغانانو په پاکستان کې ۴۰ کاله تېر کړل، ۸۰ فیصده کډوال په پاکستان کې وزېږېدل، لوی شول، ښوونځي يې دلته وویل او کاروبارونه یې جوړ کړل، خو د دوو پاڼو یو داسې کاغذ څښتن نه شول چې ورته اطمینان ورکړي. که ۴۰ کاله نور هم تېر کړي نو کډوال دي او مهاجر یې بولي".

افغان سفیر دا خبرې د چارشنبې په ورځ په پیښور کی د افغان کډوالو له استازو سره په یوه غونډه کې وکړې، چې له کډوالو سره پر اړونده مسایلو برسېره هېواد ته د دوی پر بیرته ستنېدو سلا مشورې هم پکې وشوې.

بلې خوا ته د افغانستان حکومت هم اعلان کړی چې د پاکستان څخه ویستل کېدونکو افغان کډوالو لپاره پخپل هېواد کې یو سټراټیژیک پلان پیلوي.

پاکستان ویلي چې د روانې میاشتې په پای کې به لږ تر لږه هغه ۱۴ لکه افغان کډوال له خپل هېواده وباسي چې هلته د استوګنې لپاره قانوني موده یې ختمه ده.

تېره اوونۍ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال نصیراحمد اندېشه وویل، چې په پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره سیاسي چلند کېږي، چې وایي دا ډېره د افسوس وړ خبره ده.

ښاغلي اندېشه وویل، افغانستان د خپلو ورستنېدونکو وګړو د پر ځای کولو په کار کې یو لړ مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې نړیوالو سازمانونو او اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلې عملي مرستې پیل کړي دي.

په پاکستان کې د افغانستان مرستیال سفیر ښاغلي زردشت شمس ډیوه ته ویلي‌ وو، چې د‌ افغان حکومت لپاره د کډوالو پر ځای کول ستونزمنه پروسه ده، ځکه ټول کډوال په هېواد کې د اوسېدو ځای نه لري، د کار زمينه ورته نشته چې روزګار وکړي.

خو هغه ویلي وو، چې‌ افغان حکومت د ورستنېدونکو کډوالو موضوع ته جدي پام کړی‌ او اوس به یو ځل بیا د خپلو کډوالو لپاره په سمدستي ډول د سرپناه تابیا وکړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت څو ورځې وړاندې یو خبر خپور کړی وو، چې وایي د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره یو.این.ایچ.سي.آر د ځینو نورو نړیوالو ادارو په ملتیا په نیژدې ورځو کې پاکستان ته سفر کوي او په دې اړه ورسره خبرې کوي، چې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم وغزول شي.

څېړونکي وايي چې کله هم د اسلام اباد او کابل اړيکې ترينګلې کيږي يا د افغانستان په تړاو پر پاکستان هر ډول نړیوال فشار راځي، نو د پاکستان حکومت يې سزا پخپل هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته ورکوي.