د تحریک انصاف احتجاج: تر اسلام اباد وروسته لاهور ته هم پوځ وربلل شوی

پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د روانو احتجاجونو په مهال له اسلام اباد وروسته حکومت د پنجاب سرښار لاهور ته هم پوځ وربللی دی.تحریک انصاف اعلان کړی چې دوي به نن د خالي- شنبې په ورځ د لاهور په مینار پاکستان میدان کې احتجاج کوي.

پاکستاني مطبوعات وایي د پنجاب حکومت لاهور ښار اؤ مینار پاکستان ته غځېدلې ټولې لویې لارې د کنټینرونو په اېښودلو سره تړلې دي اؤ د احتجاج د مخنیوي لپاره یې د مینار پاکستان میدان کې اوبه هم ودرولي دي.

ډان نیوز وایي لاهور ته په تلونکو سړکونو په لسګونو کنټینرونه ودرول شوي اؤ موټر وی هم د ټریفک لپاره تړل شوې ده.

د جمعې د ورځې راهسې په اسلام اباد ډي چوک کې هم د تحریک انصاف پلویان د احتجاج کولو په هڅه کې دي اؤ حکومت په اسلام اباد کې د شنګهایي د همکاریو د سازمان د کیدونکې غونډې په ترڅ کې تېره شپه اسلام اباد ته پوځ وربللی دی.

د کورنیو چارو وزارت لاهور، راولپنډۍ اؤ اټک ته د رینجرز نهه کمپنۍ د خالي په ورځ د ډیوټۍ کولو لپاره وربللي دي اؤ اوس د پنجاب سر ښار لاهور ته هم پوځ وربلل شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د پنجاب په حدودو کې په راتلونکو هوایي اډو، ایر بیسونو اؤ نورو مهمو مقاماتو به پوځ ګمارل شوی وي اؤ امنیت د ټينګښت لپاره به پوځ ته د اینټي رایټس اختیاراتو د استعمالولو اجازه وي.

د پنجاب د کورنیو چارو محکمې ویلي پوځي عسکر به ورانکارو ته د خبرداري ورکولو لپاره هوایي ډزې هم کولی شي.

تحریک انصاف ګوند نن د خالي په ماښپښین دوه بجې په مینار پاکستان کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی خو د دغه احتجاج د مخنیوي لپاره په لاهور کې ګڼ شمیر پولیس ځاي پځاي کړل شوي اؤ پاکستاني رسنۍ وایي چې د لاهور نه د تحریک انصاف په سوؤنو فعالان نیول شوي هم دي.

د پي ټي آي پنجاب قایمقام صدر حماد اظهر په ایکس رسنۍ خپل یو پوسټ کې هیله ښودلې چې لاهوریان به په ګڼ شمیر کې د احتجاج لپاره بهر را اوځي اؤ د موجوده حکومت فاشزم به ردوي.

د پنجاب حکومت د وړاندې نه په لاهور، میانوالي، راولپنډۍ، سرګودها اؤ اټک کې دفعه 144 پځاي کړې ده اؤ په هر رقم سیاسي غونډو اؤ لاریونونو یې بندیز لګولی دی.